fbpx

ولسمشر، اجرايیه ريیس، قاضي القضات او لوی څارنوال ته پرانیستی لیک!

په هېواد کې د سرتاسري سولې د تامین په موخه ستاسو نیکو هڅو او حسن نیت څخه یو جهان مننه، د طالبانو، ځینو ټوپکیانو، پردي پالو او زور واکو له تهدید سره سره موږ د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړ، هر ډول تهدیدات مو د همدې لپاره چې خدای ج په دې خاوره نور د سولې څادر خور کړى، قبول کړل.

د سولې د مشورتي جرګې غړو په کمېټو کې پنځه ورځې بحثونه وکړل او په ۲۳ مادو کې يې خپل پریکړه لیک صادر کړ، چې جمهور ريیس په خپله د دغه پریکړه لیک له صادریدو وروسته وویل چې دا زموږ لپاره د سولې خط مش شو، موږ ته دا د سولې لاره شوه، موږ به همدا لار تعقیب کړو او د سولې تر ټینګښت به ځان ورسوو.

د هر ډول تهدیداتو په ځان منل او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې زموږ ګډون د همدې لپاره و چې موږ باعزته سوله غواړو او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ چمتو یو، خو ددې لپاره چې دغه ملي پروسه بریالۍ شي او د سولې مشورتي لويې جرګې پریکړه لیک عملي شي، په کار ده چې ولسمشر، اجرايیه ريیس، د هېواد قاضي القضات او لوی څارنوال صاحب له خپلو دفترونو اصلاح او سمون پيل کړي.

راځم ځینې موضوعات چې ډیر اړین دي دلته یادوم:

١-: دا منو چې لوی څارنوال په خپله خورا ښه، پاک نفسه او په هېواد مین سړی دی، خو له مرکزه واخله تر ټولو ولایاتو په څارنوالیو کې خورا زیاتې ستونزې شته، لا هم بې ګناه او د دروغو په راپورونو خلک نیول کیږي، زنداني کیږي او اصلي خلک چې مجرمین دي، د وژنو، غلاؤ، انسان تښتونو او نورو جرمونو بې شمېره سابقې لري او لا په کې ښکیل دي خلاصې تڼۍ ګرځي.

څومره چې ژر کیږي باید د ولایاتو تر څنګ ان په ولسوالیو کې اړوند برخو کې ارزونې ترسره شي، نور نه باید  بې ګناه خلک وځورول شي او نه باید د دروغو په معلوماتو خلک دستګیر او زنداني شي، تلاش همدا وشي چې اصلي مجرمین د خپلو کړنو سزا وویني.

٢-: موږ ګورو چې ځینې خلک د همدې بې عدالتیو او ځورونو له امله باغي شوي، د طالبانو لیکو ته ورغلي او د نظام پر ضد يې جګړه پيل کړې، ان داسې ګڼ شواهد شته چې تقریباً ۹۰ فیصده خلکو ته دوستوري دوسيې جوړې شوي  او اصلي مجرمین لا هم ډیر کم لیدل کیږي چې مجازات شوي وي.

٣-: لا هم خلک د همدې بې عدالتیو او فساد له امله خپلې دوسيې د دولتي ادارو پر ځای د طالبانو صحرايي محکمو ته وړي، چې دې کار پر عدلیي او قضايي ارګانونو ولسي باور ته سخت زیان رسولی دی، چې دا برخه باید اصلاح شي، نور باید ناحقه دوسيې، توطيې او تورونه په بېګناه خلکو پورې نه شي.

٤-: امنیتي ځواکونه سختې قربانۍ ورکوي، خو د امنیتي سکتور مسؤلین اکثره وخت د عملیاتو په اړه ناسم معلومات ورکوي، د عملیاتو د ناسم مدیریت له امله ملکیانو ته د سر درانه زیانونه اوړي او ان ډيری خلک له دې امله چې کشفي ارګانونو يې په اړه خارجیانو ته ناسم معلومات ورکړي، هغوی ځورول شوي، چاپې پرې وهل شوي، بې عزته شوي او ان سخت ظلمونه پرې شوي چې دغه ډله خلک هم په لوى لاس دښمنان شوي دي، چې نه باید  دغه کار ترسره شي، نه باید د ناسمو معلوماتو په ورکولو سره خلک ونیول شي.

٥-: ډيری ځایونو کې خپلسرې وسلوالې ډلې او ان ځینې قوماندانانو له خلکو ځمکې غصب کړي، په زور يې د خلکو په شتمنیو خیټه اچولې، هغوی هم اړ شوي چې ټوپک ته لاس کړي او د نظام پر ضد وجنګیږي، چې نور باید د دغو بې عدالتیو مخه ونیول شي.

٦-: په کار ده چې د عملیاتو او خپلسرو وسلوالو د ګرفتارۍ او خلک د هغوی له شره د خلاصون لپاره په یو منظم سیستم کار وشي، په امنیتي سکتور کې په ټینګه د مکافاتو او مجازاتو اصل رعایت شي، څو هیڅوک له خپل موقف  ناوړه ګټه وانخلي او خلک ونه ځورول شي.

٧-: اوس چې موږ ګورو د خلکو  سر او مال، اولاد او هیڅ خوندي نه دي، ډیری سیمو کې خو امنیتي ځواکونه او د هغوی مسؤلین خلک ځوروي، له خلکو په زور پېسې اخلي چې د همدې کړنو له امله خلک غیر مسؤل وسلوال شوي او د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

٨-: د ولس تش په نوم استازي که هغه په ولایتي شورا کې دي، پارلمان او یا په مشرانو جرګه کې دي دوی په قاچاق، انسان تښتونو، وژنو، غلاؤ، د وسلو او نشه يې توکیو په کاروبار او ان بد امنیو کې ښکیل دي، چې دغو کړنو پر دولت ولس سخت بې باوره کړی دی او د طالبانو د تولید فابریکې يې جوړې کړي دي، چې د دغو خلکو لاسونه په هر صورت باید لنډ شي او په دغه برخه کې امنیتي، دفاعي، کشفي، عدليي او قضايي ارګانونه پریکنده اقدامات وکړي.

٩-: په کار ده چې د ولس د تش په نوم  استازو لپاره خپل حدود وټاکل شي، څو وسلوال طالبان د سولې له بهیر سره په یو ځای کیدو باعزته ژوند ولري، د باور او اعتماد په فضاء کې ژوند وکړي، چې د دغو برخو سمون خورا مهم دی.

١٠-: نورې باید پخوانۍ ټولې ببولالې ختمې شي، د زورواکۍ سیستم ته د پای ټکی کیښودل شي، هیڅوک باید له قانون پورته نه وي او نه اجازه ورکړل شي، په جرګه کې له دغو مسایلو بحثونه وشول او یاد شول وروسته نه پوهیږم، خو ورته نه پاملرنه خطرناکې پایلې لرلی شي.

١١-: نور باید دغه ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي، نور نه باید افغانان وځورول شي، او نه باید میندې بورې، خویندې کونډې او ماشومان یتیمان شي، نور باید په پوره ایماندارۍ، ملي مسؤلیت او ژمنتیا سره د سمون لپاره کار وشي او د پورته ذکر شویو او ټولو هغو ناخوالو ټغر ورټول شي، چې جنګي ډلې پياوړې کوي او پر دولت د ولس باور ته زیان رسوي.

١٢-: یو ځل بیا لوی څارنوال او د هېواد قاضي القضات ته وریادوم چې په ادارو کې فساد اوج ته رسیدلی، هر چیرې چې د عدليي او قضايي ارګانونو د مسؤلینو لاس رسیږي فساد کوي، ددې پر ځای چې عدالت تامین کړي په خپله د بې عدالتیو لامل کیږي او خلک منتفره کوي، چې دا خورا خطر ناک کار دی.

ليکوال : ډاکټر نصيب الله