fbpx

امریکا منځني ختیځ ته یو نیم زر اضافي سرتېري استوي

خبریال ویب پاڼه – نړیواله څانګه ۲۵ مۍ ۲۰۱۹ / امریکا د ایران په وړاندې د نوي  پوځي اقدام په ترڅ کې منځني ختیځ ته ۱۵سوه  نور سرتیري استوي .

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان ویلي دغه ګام  یې په منځني ختیځ کې نورو سرتېرو د خوندیتوب په پار اخیستی دی .

که څه هم رویترز خبري اژانس لا له وړاندې منځني ختیځ ته د پنځه زرو امریکا سرتېرو د استولو خبر ورکړی و ، خو دغه شمېر د هغې په پرتله ډېر کم دی .

امریکا له وړاندې فارس خلیج ته د نظامي او د الوتکې لېږدوونکې بېړۍ استولې دي ، همدا راز یې قطر او د ایران سره نږدې بخ غورځوونکې بي ۵۲ الوتکې هم ځای پر ځای کړې دي .

امریکا وايي وروستۍ پوځي اقدام یې د ایران د احتمالي هوايي ګواښ په وړاندې اخیستی دی .

شناهان زیاته کړې ده چې د سرتېرو د لېږلو سره یې کشفي او استخباراتي همدارراز پيلوټ داره ، بي پيلوټه الوتکې او دفاعیه توغندي شامل دي .

منځني ختیځ ته د امریکا د تازه دمو سرتېرو د استو په اړه ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې خوندیتوب غواړي او منځني ختیځ ته د مساعدو کسانو تر لېږلو ورسته به جوته شي چې نور څه پښیږي .

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ تر هغه ورسته زیات شو چې یو کال وړاندې امریکا د ایران سره د شوې اټومي هوکړې بهر شو ، امریکا وايي په دې تړون کې د امریکا ګټو ته خطر دی ، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ تر هغې وروسته اوج ته ورسېده چې امریکا یو شمېر هېوادونو ته د امریکا له لوري د ایران څخه د تېلو د صادراتو په اړه ورکړل شوې استثنا ختمه کړه .

امریکا نوی پوځي اقدام داسې مهال کوي چې د تېرې چهارشنبه په ورځ دایران ولسمشر حسن روحاني د ۱۹۸۰-۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د عراق او ایران ترمنځ د جګړې د کلیزې په لمانځ غونډه کې وویل چې ایران به هیڅ وخت تسلیم نه شي حتی که بمبار هم ورباندې وشي ، ورحاني زیاته کړې وه ، چې ایران به سختې ورځې تېرې کړي ، خو د فشار له لارې به هیچاته تسلیم نه شي .