fbpx

د هوايي ډزو په تور ۴۳ کسان نيول شوي دي

خبریال ویب پاڼه / ۲۵ مۍ ۲۰۱۹ – د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ۴۳ هغه کسان يې نيولي چې تېره شپه يې د پاکستان په وړاندې د لوبې له ګټلو وروسته هوايي ډزې کړي.
ياد وزارت ويلي، د دې کسانو د نيولو علميات يې تېره شپه ناوخته وروسته له هغه پيل کړل چې د کابل فضا ډزو ونيوله.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان يې د ښاريانو د رواني امنيت د تخريب او د خلکو د زخمي کولو په تور نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په راتلونکې کې له دې ډول کارونو لاس واخلي او بيا دې نه تکراروي، کنه سخت قانوني چلند به ورسره وشي.