fbpx

اسدالله خالد: د سرتېرو ستونزو ته رسیدګي زموږ لومړیتوب دی

خبریال ویب پانه – کابل ۲۵ مۍ ۲۰۱۹ / د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کمانډو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د نوي قوماندان د معرفي کولو په غونډه کې وویل ، چې زموږ لومړیتوب د سرتېرو ستونزو ته رسیدګي ده ، خالد زیاته کړه چې دوی د سرتېرو د هر حرکت څخه خبر دي او دوی ستونزې درک کوي او هغه به تعقیبوي .

په دې غونډه کې تورنجنرال محمد فرید احمدي د کمانډو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو.

خالد په دې غونډه کې د شهید شیو او معلول شویو سرتېرو ستونزه ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د روزې میاشتې په مناست یې د شهیدو او معلولو سرتېرو د ۲۳ زره کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې ده .

په دې غونډه کې د کمانډو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو نوي قوماندان فرید احمدي هم وینا وکړه او طالبانو ته یې په خطاب کې وویل چې(( بې دلیله خپل ځانونه مه وژنئ ، ځآنونه مه معیوبوئ ، پر خپلو کورنیو باندې رحم وکړی چې وروسته د تاسو له وژل کېدو خواریږي))، نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې وسله پر ځمکه کیږدي او که نه افغان ځواکونه مو په لټه کې دي او ډېر ژر به د خپلو ناوړه کړنو په تور محاکمه شي .

احمدي بهرنیو تروریستانو ته هم ګواښ وکړ چې له افغانستان څخه ووځي او که نه دغه خاوره به د دوی لپاره هدیره وګړځي.

تر دې وړاندې تورنجنرال احمدي د یو کال لپاره د ګډو عملیاتو د مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده .

احمدي خپلې نظامي زده کړې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو امریکا ، روسیه ، لندن او یو شمېر نورو هېوادونو کې تر لاسه کړې دي .

ملي دفاع وزارت د خپل ادلو بدلو په ترڅ کې تر احمدي وړاندې د ملي دفاع وزارت ویاند برید جنرال قیس «منګل»  د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو د رئیس په توګه وګماره .

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړې زور اخیستی دی او ملي دفاع وزارت د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې خپل عملیات زیات  کړي دي ، خو د راپورونو له مخې د دې  عملیاتو پر مهال  د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده .

یوناما دوه ورځې وړاندې په هلمند او کنړ ولایتونو کې د هوايي بریدونو په پایله  کې د ۱۴ ملکيانو پر وژل کېدو ژوره اندېښنه وښودله او د جنګ له ښکېلو غاړو څخه یې د جګړې پر مهال د ملکیانو ژوند ته د جدي پام غوښتنه وکړه .

Loading...