fbpx

ملي امنیت : مولوي ریحان ای ایس ای شهید کړ

خبریال ویب پاڼه جلال اباد – ۲۵ مۍ ۲۰۱۹: نن ورځ لس بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د هېواد د وتلي نومیالي مفتي شهید سمیع الله ریحان د جنازې لمونځ ادا شو.

په دغې جنازه کې د چارواکو په ګډون دیني عالمانو او مخورو مشرانو ګډون کړی وو د دوی له ډلې د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل د جنازې په مراسمو کې وویل ارواښاد ریحان د هر افغان په زړه کې ځآی درلود،د حق دین یې خلکو ته له هر ډول ویرې پرته خپرولو او د اسلام مبارک دین په رڼآ کې یې د افغانستان د خلکو د حقوقو،د ملي حاکمیت او وسله وال پوځ څخه دفاع کوله .

د جنازې پر مهال د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال نظر علي هم په خپلو خبرو کې وویل پاکستان استختباراتي اداره ISI د مولوي ريحان په وژلو په هېواد کې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی او دلته د ګډوډۍ خوبونه دې نور نه ويني.

نوموړي وړاندې وويل: ((په جومات کې انفجار او انتحار د اسلام لپاره جهاد نه دی د پاکستان لپاره جهاد دی، دا فتواوې له اسلام نه بلکې له اسلام اباده راپورته کېږي.

د حج اوقافو ریاست وایې د مولوي ریحان ضایع کول د افغانستان لپاره سخته ورځ ده

تېره ورځ له غرمې وړاندې شاوخوا یوه بجه او شل دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې
د جمعې لمونځ پر مهال دیني عالم مولوي ریحان ته په مهراب کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې په خپله ریحان او نهه تنه نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړ.

مولوي ریحان د هېواد له هغو کمسارو دیني عالمانو څخه و چې خورا حقې خبرې کولې دی په هېواد او نظام مئین دیني عالم وو نوموړي په ډیری رسنیو کې دینې پروګرامونه هم پر مخ وړل چې وخت ناوخت به یې په ځیني حکومتي مسایلو هم بحث درلود

شهید مولوي سمیع الله ریحان ۳۸ کلن و، يوه ميرمن او پنځه يې اولادونه درلودل او په ديني علومو کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې.