fbpx

کرزی: شېرزادو کې هوایي عملیات د افغانانو پر وړاندې ظلم دی

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۵ مۍ ۲۰۱۹: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې شپني عملیات غندلي او دا اعمال یې د بې ګناه افغانانو پر وړاندې یو ستر ظلم بللی دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په طوطو سیمه کې د شپنیو عملیاتو او هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو‌ په ګډون یو شمېر ملکي هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

اعلامیه زیاتوي حامد کرزی دغه عمل بشري ضد جنایت او ستر ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د سرچینې په خبره، کرزی د افغانستان د خلکو پر وړاندې د شپنيو عملیاتو او بمباریو له دوام سره، چې په هر عنوان وي خپل مخالفت څرګندوي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کوي.

د سیمي خلک بیا وایې چې دغه عمليات د صفر یک قطعې لخوا د شيرزادو ولسوالۍ د طوطو سيمې په بېلا بېلو کليو کې ترسره شوې، د عملياتو پرمهال د طالبانو او امنيتي ځواکونو نښته هم شوې او بيا له الوتکو څخه بمبار شوی دی.

د سيمې يو اوسيدونکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې د عملياتو پرمهال پر يو ملکي موټر له الوتکې څخه بم غورځول شوی چې پکې سپاره ۴ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د یادونې وړده چې په دغې سیمه کې مخابراتې شبکې هم له فعاليته غورځېدلي چې له همدې امله د سيمې د اوضاع په اړه کره او ازادو معلوماتو ته لاسرسی ناشونی دی.