fbpx

فېسبوک راروان کال ډيجيټل کرنسي راوباسي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ مۍ ٢٠١٩ – روان کال د مۍ په ۴مه نېټه خبر راغلی و چې د نړۍ تر ټولو ستره ټولنيزه رسنۍ فېسبوک غواړي چې د بټ کواین په څېر يوه ډيجیټل کرنسي جوړه کړې.

همدا راز دا هم ويل کېدل چې فېسبوک د ډيجیټل کرنسۍ جوړونکو له ځينو شرکتونو سره خبرې روانې کړي دي او په لومړيو تجربو باندې کارونه هم روان شوي دي.

خو اوس تازه خبر دا دی چې فېسبوک غواړي خپله ډيجيټل کرنسي راروان کال راوباسي.

د بي بي سي د خبر تر مخه، فېسبوک او د بانک آف انګلینډ ترمنځ د ډيجيټل کرنسۍ د راويستو په اړه خبرې شوي دي او اوس دا ویل کېږي چې راروان کال به فېسبوک دغه کرنسي راوباسي.

د فېسبوک د ډيجيټل کرنسۍ نوم به ((ګلوبل کواین)) وي، چې په نړيواله کچه کومې کرنسۍ خلک کاروي، په هغې به يې خلک واخستلی شي.

د معلوماتو تر مخه، ګلوبل کواین به خلک د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه انلاین اخلي او همدا راز کولای شي چې انلاین يې خرڅ او يا نورو ته هم ولېږي او همدا راز د اخيستونکي زياتو معلوماتو ته هم هېڅ اړتیا نشته.

د فېسبوک دا ډيجيټل کرنسي به په ۲۰۲۰ کې د برېتانیه په ګډون په يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې بازار ته وړاندې شي. دا هم ويل کېږي چې فېسبوک به د خپلې ډيجيټل کرنسۍ د پېر او پلور خدمات په وټساپ او انسټاګرام کې هم وړاندې کړي.

همدا راز دا هم ويل کېږي چې فېسبوک به د پېسو د لېږلو لپاره يو فيچر هم جوړ کړي، د دغه کار لپاره فېسبوک د ویسټرن يونيون په څېر د پېسو لېږونکو شرکتونو سره په خبرو بوخت دی.

ياده دې وي چې د فېسبوک دا ډيجيټل کرنسي به هم د بټ کواين په څېر وي.

په نړۍ کې اوس مهال د بټ کواین، ایلټو کواین، لایټ کواین، ایتهریم، بنانس کواين او په سوونو نورې ډيجيټل کرنسۍ شته. ډيجيټل کرنسي د پېسو په څېر وجود نه لري بلکې په انټرنېټ، کمپیوټر او موبایل له لارې د دې پېر او پلور ترسره کېدای شي.

دې ته ورچویل او سایبر کرنسي هم وايي او دا د عادي پېسو په پرتله ډېرې ګرانې دي. ځينې يې داسې هم دي چې د يوې سکې بيه يې په زرګونو ډالرو کې ده، بټ کواین خو ان یو وخت تر پنځه ویشت زره ډالرو هم پورته تلی و.

په نړۍ کې يو شمېر ډيجيټل شرکتونه داسې دي چې هغوی ډيجيټل کرنسي مني او د دې له لارې خلکو سره کاروبار کوي، خو د افغانستان په ګډون په ډېری هېوادونو کې دا کرنسي نه منل کېږي.