fbpx

د پاکستان پوځ پر پي ټي ايم برید، لارې بندې، حالات نازک او منفي تبلیغات

خبریال ویب پاڼه شمالي وزیرستان – ۲۶ مۍ ۲۰۱۹ : په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې د محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې دمه تر ۳۰ پورې کسان ټپیان شوي دی. دغه راز پاکستاني پوځیانو د پی ټي ایم مخکښ غړی علي وزیر هم نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مخکښ مشر محسن داوړ هم خبر ورکړی دی چې دوی شمالي وزیرستان ته د لاریونو په موخه روان و چې په لار کې پرې پاکستاني پوځیانو ناڅاپي ډزې پیل کړې چې د ده په ګډون په کې زیات شمېز ملګري ټپیان شوي دي خو خپل ټپ یې معمولي بللی دی.

محسن داوړ وایې هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښ مشرانو ترڅنګ په کاروان کې روان و چې یو ناڅاپي پرې پاکستاني پوځیانو برید وکړ چې په دغو ډزو کې د ده په ګډون تر ۴۵ تنو پورې ملګري ټپیان شوي دي.

محسن داوړ د خلکو د اندېښنې په تړاو وویلې چې دی یوازې په لاس لګېدلی دی چې تر اوسه روغ رمټ دی کومه ستونزه ورته نشته هغه د علي وزیر په تړاو وویلې چې په چېک پوسټ کې پاکستاني ځواکونو ونیوه او بیا یې له هغې راهیسې نه دی لیدلی.

په همدغه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لورې لویې لارې بندې شوي دي د پي ټي ایم غړو ترڅنګ په سلګونه پښتانه هم لاریون ته نه پرېښودل کېږي ویل کېږي پاکستاني پوځیان د ریاست په غوښتنه غواړي په روغ لاس ویره خپره کړي او دغه لاریون کم رنګه کړي.

هلته په سیمه کې حالت نازک دي ډیری ټپیان روغتونونو ته هم انتقال شوي دي تر څو ژر یې روغتیا یې حالت سم او یو ځل بیا د پاکستاني ریاست پر ضد لاریون ته چمتو شي پاکستاني پوځیان بیا ناسم تبلغیات کوي چې ګواکې لومړی نښته د پي ټي ایم ځینو غړو کړې خو دا ټول دروغ، بې بنسټه او او ناسمه ادعا بلل کېږي.

بلخوا د پي ټي ایم مخکښې غړې ثنا اعجاز هم څو شېبې وړاندې په خپله فسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلې وه هغې وویل چې د برید پر مهال په میرانشاه کې یوازې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي د دې پر وینا د محسن داوړ حالت سم دی یوازې معمولي ټپي شوی دی دې وویل خو علي وزیر نیول شوی دی.

ثنا اعجازه څو شېبې وړاندې په خپلو خبرو کې وویلې پاکستانی ریاست په دې ډول کړنو مونږ تشدد ته ورټېله کوي تر څو مونږ وسله په لاس واخلو او سپېڅلې مبارزه مو بې رنګه کړي.د دې پر وینا په خپلې ژبې به له ریاست څخه خپل حق او پښتنو ته عدالت غواړي.

هغې د پي ټي ایم له غړو غوښتنه وکړه چې په دغې اساس وخت کې دې ارام پاتې شي حوصله دې وکړي ترڅو مشر منظور پښتین فیصله نه وي کړي هیڅ ډول پرېکړه او نه هم په تاوترخوالي دي لاس پورې کړي..

څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځ د پي ټی ایم مخکښو مشرانو ته لا له وړاندې د مرګ ګواښونه کول چې نن هم پاکستاني پوځیانو د دوی د مرګ هڅه کړې وه خو بریالي شوي نه دي.

پي ټي ایم په پاکستان کې د پښتنو غږ دی په د تېر یو نیم کال کې ډېر زیات پرمختګ کړی دی چې د پاکستاني ریاست څخه د پښتنو سره د شوي هر ظلم حساب کتاب غواړي.

د یادونې وړده چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې غړې ګلالۍ اسماعیل هم رسنیو ته خبر ورکړی دی چې پوځ یې بار بار د نیولو هڅه کوي.