fbpx

وسله والو په کابل ښار کې یو بل دیني عالم شهید کړی

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۶ مۍ ۲۰۱۹ : په کابل ښار کې یو بل دیني عالم او حقوقپوه د وسله والو په یوه برید کې شهید شوی دی ویل کېږي دا دیني عالم شبیر احمد کامه وال به نوم و چې نا پېژنده موټر سایکل سپرو په کابل ښار کې په ډزو وویشته.

د معلوماتو له مخې دیني عالم شبیر احمد کا مه وال په کابل کې د افغانستان د نړیوال حقوقي بنسټ مشر هم و. تر اوسه کومې ډلې د دغې پيښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ د هېواد یو بل ویاړلی دیني عالم مفتي سمیع الله ریحان ته هم په مهراب کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې په خپله ریحان او نهه تنه نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي و.

تېره ورځ د شهید مولوی ریحان جنازه په ننګرهار ولایت جلال اباد ښار شېر زي لوبغالي کې ادا شوه د جنازې پر مهال د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال نظر علي وویل چې د پاکستان استختباراتي اداره ISI د مولوي ريحان په وژلو په هېواد کې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی او دلته د ګډوډۍ خوبونه دې نور نه ويني.

نوموړي وړاندې وويل: ((په جومات کې انفجار او انتحار د اسلام لپاره جهاد نه دی د پاکستان لپاره جهاد دی، دا فتواوې له اسلام نه بلکې له اسلام اباده راپورته کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د هېواد دیني عالم مولوي ریحان د شهادت وروسته ډیری خلکو نن یو ځل بیا په د بل دیني عالم شبیر احمد په شهادت هم خپلې خواشیني څرګندې کړي دي د دوی پر وینا په هېواد کې ریښتیني په وطن مئین عالمان ورځ تر بلې له وسله وال له منځه وړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې یو شمېر دیني عالمان د نامعلومو وسله والو له لورې په شهادت رسېږي چې دغو هدفي وژنو یو شمېر دیني عالمان خواشیني کړي دي.