fbpx

د مهسا قاتلین په دېرش کاله بند محکوم شول

خبریال وېبپاڼه /۲۶ مۍ ۲۰۱۹- نن په کابل کې د شپږ کلنې مهسا قاتلین په دېرش کاله بند محکوم شول د دې په قتل دوه کسان تورن و چې د دوه نیمو میاشتو ځنډ وروسته ورته محکمې سزا وټاکله.

د معلوماتو له مخې دغه محکمه نن په کابل کې ترسره شوه چې د محکمې د پرېکړ پر وخت کې د مهسا د کورنی غړي هم موجود و او قاتلینو ته یې سزا اعلان شوه.

مهسا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ښار په خیر خانه مېنه سیمه کې له خپل کور څنګ نه وتښتول شوه، چې یوه ورځ وروسته یې مړی په یاده سیمه کې تر یوه پله لاندې وموندل شو.

د مهسا د تښتولو وروسته یې دغه قاتلینو له کورنۍ څخه په لکونه ډالر پیسې غوښتلې چې د ورکړې په نه صورت کې نوموړې دغه ماشومه په وحشت سره په شهادت ورسوله.

په همدې حال کې د مهسا پلار د دې حکم تر کولو وروسته رسنیو ته وویل چې دوی د عدالت پلي کولو لپاره د دې کسانو د قتل غوښتونکي وو خو بر اعکس شوه.

د مهسا پلار وویل د لور دوه قاتلان مې چې عمر یې له ۲۱ کلونو پورته دی او دا یې اتلس او نولس کلن تثبیت کړي دي، په تذکره ورسره ښکاره ظلم دی.

د مهسا د شهادت وروسته په کلکه ټولنیزو رسنیو کې د دې قاتلانو د اعدام غوښتنې غږونه بدرګه شول خو محکمې دوی ته ۳۰ کاله بند سزا ورکړه.