fbpx

منظور پښتين: موږ په دې نه بچ کېږو چې خولې بندې کړو

خبریال وېبپاڼه/ ۲۶ مۍ ۲۰۱۹ – د فاټا خلکو ته د پاکستان افسران راشي او وايي، د فاټا خلکو او پښتنو قربانۍ ورکړي. زه که یو کس ته ووایم چې موبایل دې راکړه او دی یې په خپله خوښه راکړي، دا قرباني ده، خو زه یې چې په زور ترېنه اخلم، دا قرباني نه ده، یلغار (یرغل) دی. پر پښتنو یلغار شوی دی، اوس پښتانه له وېرې دې یلغار ته قرباني ورکوي. خپله به یې دا خبره پټوله، خو له دې وروسته به یې ښکاره کوو چې پر موږ یلغار شوی دی.
دا چې موږ چا ته سپکې سپورې نه وایو، دا له دې نه وایو چې هغوی سپک او سپور نه دي، خپل عزت په خلکو ګران دی، د خپل عزت د بچ کولو لپاره خلک تا ته څه نه وايي. خپل ځان په چا باندې ګران دی، د خپل ځان د بچ کولو لپاره دا نه کوي، خو ترڅو پورې به دا کوي؟
په ۲۰۱۵ کې زموږ په علاقه کې د پاکستان پوځ بمباري وکړه، نهه کسه په کې شهیدان شول چې څلور یې ښځې او پنځه د دوی ماشومان وو. په پنځو ماشومانو کې د دوو ماشومانو عمر دوه ـ دوه کاله وو، یعنې ژبه یې لا نه وه زده کړې، هغه طالب او پوځي پېژنده هم نه، بیا یې هم ووژل. لیونیان پاتې شول؟ هغه خلک چې لېوني وو، هغه یې هم په کلیو او علاقو کې ووژل.
موږ په دې نه بچ کېږي چې خولې بندې کړو؛ نو دا خبره نه ده چې زموږ شعور یا زموږ پوهه موږ وژني. موږ ناپوهي وژني، موږ خاموشي وژني، دغه چې په اشارو ـ اشارو کې دښمن ته وایو، دغه خبره موږ وژني. هسې ده به هم څه سوچ کړی وي، څه به یې په خیال کې راګرځېدلي وي؟! چې ځانمرګي ورته کوم، ښکاره ورته طالبان ساتم، د فاټا خلک له کورونو څخه وباسم، څه دووس خلک دي چې راته غږ هم نه کوي؟
يادونه: دا د منظور پښتين خبرې دي چې په پښتونخوا کې يې يوې غونډې ته کړې وې.