fbpx

ویاند ملا

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ مۍ ٢٠١٩ – خوځنده سړی و، څو ځل مې ننګرهار کې د غم او ښادۍ مراسمو کې لېدلی و، یو وخت مومند خپروندویه ټولنې ته ور ننوتم، ګورم چې د دیني کتابونو پاڼې اړوي، څو ملایان نور هم ورسره ناست دي، د خپروندویه ټولنې مسول سره یې خوږ مجلس لاره، اشنا څېره، رڼې خبرې او فعال ښکارېده.

څه وخت وروسته د همدې خپروندویه ټولنې مسول د الهي قضا امر ته لبیک ووایه، دی یې جنازې ته راغلی و، وېنا ته ولاړ شو، د ارواښاد نصیر مومند ښه یې یاد کړه، مدارسو او علماوو سره د هغه د اخلاص او مرستو کیسې یې شریکې کړې.

داراک، ذهین او د بصیرت خاوند و، خپله ټولنه یې پېژندلې وه، ستونزې او حل لارې یې ښې ور معلومې وې، د خلکو وېښولو او دین رسونې ته یې کار ویلي و، ښه ده چې دا هم یاده شي، خیبر هوټل کې واده و، نعتونه و، وعظونه و، ملا هم راغلی و، عجیب بیان یې وکړ، ملا ویل ملایانو دوزخ چوک مخابرات ته راوستی دی، ټول وعظونه یې لړمان، ماران دي، دا څه حال دی د دین بشارت خبرې هم وکړئ کنه، زه درته وایم، که غیبت ونه کړي افغان ښځه صفا پرېښته ده، چا زموږ ټولنه کې ښځه غله، فاسده، متعاده لېدلې…. ملا د منطق، پوهې او استدلال خاوند و، د ټلوېزیون په هېنداره راڅرګند شو، دیني مسایل یې تشریح کول او پوښتنې یې ځوابولې.مولوي رېحان

ملا د سلو کالو پخوانیو ملایانو په څېر د جومات کونج پورې محدود نه و، عملا سیاست کې ور ګډ و، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د رهبرۍ غړی و، د علماوو شورا غړیتوب یې هم لاره، د عمر فاروق په نامه د خصوصي ښوونځي بنسټګر و، په همدې نامه یې د پوهنتون جوړونې هلې ځلې  یې هم کولې، علمأ پرې ور ټول و، د علماوو مدافع و، د ملي اردو د شهیدانو کورنیو او بچیانو ته یې مرستې راټولولې، طالب العلمان یې روزل، تل لوکس – نظیف او معطر و، قیمتي موټر کې به ګرځېده، د ملا نوم پرې ښه ښکارېده، پرېکنده دریځ، نرم خویه، لوراند او سپین انسان و.

ټلوېزیون کې د دیني خپرونې ویاند و، خبریالان به یې خپل همکاران بلل، ډېر هغه یې نازولي دي، دسترخوان یې غوړېدلی و، دې روښانه صمیمي سړي به تل په ملي مسایلو کې پرېکنده دریځ نیوه، ملي ارزښتونه او ملي ګټې یې سرې کرښې وې، د لوی وطن په تمامیت ميین، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړی ملاتړ کوونکی و، په وطن میين دې سپین روښانه ملا پاکستانی مفتي اشرف وننګاوه او مناظرې ته یې را وباله، منبر شهید ملا شهید دی، اوس همدومره وطن ژوندی دی، څو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي.

ليکوال : حامد