fbpx

بلاول بهټو زرداري: محسن داوړ په چا بريد نه شي کولاى

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ مۍ ٢٠١٩ – نن په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو محسن داوړ، علي وزير او د دغه غورځنګ په پلويانو بريد وکړ چې شاوخوا څلوېښت کسان پکې ټپيان شوي او د درې کسان تر دې مهاله پورې شهيدان شوي دي، خو پاکستاني پوځ او رسنيو دغه بريد ته داسې نوم ورکړ، چې محسن داوړ پر پوځيانو بريد کړى دى، چې د پاکستاني رسنيو دا کار نه يوازې په پاکستان کې بلکې په هر ځاى کې وغندل شول.

په همدې تړاو چې د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په لاړکانه کې له رسنيو سره خبرې کولې نو يو خبريال ترې وپوښتل چې محسن داوړ پر پوځيانو بريد کړى، نو بلاول ترې په ډېره حېرانتيا پوښتنه وکړه، چې څنګه؟ داسې نه شي کېداى چې د پارلمان غړى محسن داوړ دې په کوم چېک پوسټ بريد وکړي.

بلاول بهټو وويل، زه اوس په لاړکانه کې يم او ټلويزيون مې نه دى ليدلى، خو زه هېڅ سوچ هم نه شم کولاى چې د پارلمان يو غړى چې د ولس په رايه بريالى شوى دى هغه دې د پوځ په چېک پوسټ باندې بريد وکړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې موږ د ظلم خلاف يو او ظلم چې هر چېرته کېږي موږ به يې پر وړاندې ودرېږو، هغه وويل چې ولسي وګړي او سياسي کسان حق لري چې احتجاج وکړي، خو که چېرته بيا يو څوک پر دوى ظلم کوي، نو دا د غندنې وړ خبره ده.محسن داوړ او علي وزير

نوموړى وايي، چې له کله راهيسې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه پيل کړي، زه له هماغه ورځې راهيسې دا خبره کوم چې د دغه ځوانانو خبرې دې واورېدل شي او د هغوى مشکلات دې حل کړاى شي، خو دلته د هغوى پر ضد ګامونه پورته کېږي چې دا غلطه خبره ده. هغه وايي چې موږ وليدل چې د پروېز مشرف په وخت کې هغه له زوره کار واخيست او موږ وليدل چې په بلوچستان کې څه وشو. همدا راز د ايوب خان په وخت کې چې له بنګاليانو سره کوم ظلم وشو، د هغې نتيجه هم موږ وليده.

بلاول بهټو وايي، که چېرته يو څوک احتجاج کوي او موږ راپاڅېږو خپل اوسېدونکي او سياسي خلک خاين کړو، نو دا غلطه خبره ده، ځکه هغوى خپل حق غواړي، هغوى د جمهوريت خبره کوي، هغوى د ايين خبره کوي، نو له داسې خلکو سره ظلم زياتى به ډېرې خطرناکې پايلې ولري.

همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ وينا کې ويلي، چې په دغه سيمه کې د پاکستان پوځ عمليات کړي او له ټولو خلکو يې وسلې راټولې کړي دي، نو په داسې حال کې بيا څنګه کېداى شي چې د عدم تشدد پر لاره ولاړ کسان دې پر پوځيانو بريد وکړي؟

ياده دې وي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او پلويانو ډزې وشوې نو په هغه کې ٤٠ تنه ټپيان شوي چې د هغوى له جملې څخه درې کسان په شهادت رسېدلي دي، همدا راز محسن داوړ چې د پاکستان د پارلمان غړى هم دى، په لاس لګېدلى دى خو تر دې مهاله پورې په نامعلومه ځاى کې دى. بلخوا علي وزير چې هغه هم د پارلمان غړى دى پاکستاني پوځيانو نيولى او له ځان سره يې بيولى دى.