fbpx

ښځې يې نه دي ورسره پريښي، ځکه يې لوبه افغانستان ته وبايلله

خبریال وېبپاڼه/ ۲۶ مۍ ۲۰۱۹ – د پنجاب صوبې د تحريک انصاف د رسنيو مشر جاويد بدر ويلي، پاکستاني لوبغاړو ځکه لوبه افغانستان ته وبايلله چې کرکټ بورډ يې له دوى سره مېرمنو ته اجازه ور نه کړه چې په سفر کې ورسره وي.
جاويد بدر وايي پاکستاني لوبغاړو له قصده لوبه افغانستان ته بايللې او له عمران خان څخه يې غوښتي چې په دې اړه له لوبغاړو تحقيق وکړي.
بدر وايي، پاکستاني کرکټ بورډ لوبغاړي مجبور کړي وو چې خپلې مېرمنې او ماشومان بېرته پاکستان ته ولېږي، خو کېپتان سرفراز احمد او نورو متاهلو لوبغاوو په بورډ فشار راوړى و چې مېرمنې او ماشومان يې بايد په سفر کې ورسره وي.
جاوېد بدر زياتوي، پاکستاني لوبغاړو انګلستان ته هم ځکه سيريز بايلود چې لوبغاړو په لوبو دومره توجه نه کوله، بلکې ټوله ورځ په بازارونو کې له خپلو مېرمنو سره ګرځېدل او د هغوى فرمايشات يې پوره کول.
له هغه وروسته پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه او د لوبغاړو مېرمنې او ماشومان يې له انګلستان څخه پاکستان ته ولېږل، خو د پاکستان کرکټ بورد اوس ويلي، د اسټراليا له لوبې وروسته لوبغاړي د نړيوال جام په مهال له خپلو مېرمنو سره اوسېدلاى شي.
افغان لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د نړيوال جام نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه، خو دا بريا تصادفي او د پاکستاني لوبغاړو لخوا په قصدي ډول افغانستان ته بايلل نه و، بلکې افغان لوبغاړو په خپلې وړتيا سره پاکستان په ګونډو کړ.