کور پاڼه / لیکنې / د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او ګرانښت روحیه ډېره شوې

د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او ګرانښت روحیه ډېره شوې

سره له دي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو بریدونه ، چاودنې او ګواښونه زور اخستي ، او د دغه جنګ جګړو له امله جنګ کې د ښکیلو غاړو سربیره ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي خو بیا هم د ځاي خلکو روحیه لا هم پیاوړي ده او ورځ تر بلې يي د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او ګرانښت روحیه پیاوړي کيږي .
د هيواد په بیلابیلو سیمو کې قومي مخور، مدني فعالان او عام ولسونه تل له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلانوي او وخت ناوخت بیا په نړیوالې ټولنې هم غږ کوي چې افغان امنیتي ځواکونه دي پوځي تجهیز او اکمال کړي
دوی د ملي امنیتي ځواکونو بریاوې لمانځي او پر زیانونو يې خوابدي کیږي او وخت ناوخت يي په ګلونو ، مډالونو او ستاینلیکونو هم نازوي.
هسي نن مې د ننګرهار يوې داسې لري ولسوالۍ ته سفر کړي وه چې نازیان نومیده ، چیرته مې چې فکر هم نه کاوه چې ځاي میشتي دي د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او هغوي ته دي مینه ورکړي .
نازيانو کې د نظام په ملاتړ غونډه
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې ولسونو د حکومت په ملاتړ او د جمهور رئيس محمد اشرف غني د تره سره کړيو خدمتونو ستاينې په موخه غونډه وکړه.
د نازيانو، روداتو، غني خېلو او بټي کوټ ولسوالانو، د ولايت مقام کارپوه، ديني عالمانو، جهادي قومندانانو، امنيتي مسئولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و
. د نازيانو ولسوالۍ ديني عالمانو، جهادي قومندانانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له شته نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او هغه خلک يې باغيان وبلل، چې د حکومت خلاف کړنې تر سره کوي. دوی د ولسمشر محمد اشرف غني تر سره کړې کړنې او هڅې وستايلې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د نظام او ولسمشر ملاتړي دي.
دوی همدا راز پر لوړ پوړو چارواکو غږ وکړ، چې د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اجرات تر سره کړي، چې شته نظام يې له ګواښونو سره مخ کړی دی. وياناوالو زياته کړه، چې يو تن د هېواد ټولو وګړو په سرنویشت لوبه نشي کولی که حکومت ورته اجازه ورکړي؛ نو ولسونه به د دغه ډول اشخاصو پر وړاندې قانوني قيام وکړي.
د نازيانو ولسوال صاحب زاده ګل طارق له ولسونو مننه وکړه، چې د نظام په ملاتړ او د ولسمشر ستاينې په موخه يې غونډه جوړه کړې. نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې د هېواد پرمختګ او ابادۍ په موخه له شته نظام څخه د ملاتړ تر څنګ د امنيت په ټينګښت ور سره لا ښه او لازمه همکاري وکړي.
د ولسواليو په چارو کې د ولايت مقام کارپوه سبحان الله خطاب له ولسونو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، چې ولسونه په ټولو موضوعاتو پوه دي او هيچا ته به د خيانت اجازه ور نه کړي. نوموړي وويل، چې که زمونږ ولسونه همداسې ويښ او بيداره وي؛ نو نظام به مو لا غښتلی او د سترو پرمختګونو خاوندان به شو.
ده د ولسمشر محمد اشرف غني په تر سره کړيو خدمتونو ولسونو ته معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګند کړ، چې ولسمشر به د خپلې واکمنۍ په دوران کې هېواد ته داسې خدمت وکړي، چې ګټې به يې افغان شموله او تلپاتې وي
. د غونډې په پای کې له نظام څخه د ملاتړ او امنيتي منسوبینو ستاينې په موخه منسوبينو او سرتيرو ته ولسونو په غاړه کې ګلان واچول او ور ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
لیکوال : مدثر شینواري

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …