fbpx

په برازیل کې ۴۰ زندانیان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ مۍ ۲۰۱۹- نن د برازیل یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې د دغه هېواد امازون ولایت په ۴ زندانونو کې شخړو لږ تر لږه ۴۰ بندیان وژلي دي. ویل کېږي دا پېښه په زندان کې د څو ډلو ترمنځ هغه وخت رامنځته شوې کله چې له دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۵ بندیان وژل شوي و.

برازیلي چارواکي وایې چې تېره ورځ یې په زندان کې تر ۴۲ پورې ځوړند شوی زندانیان پیدا کړ چې په دې کې ځیني د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي دي. د دوی پر وینا په زندان کې د بندیانو ترمنځ لومړی د یکشنبې په ورځ نښته ترسره شوې وه چې په کې ۱۵ زندانیان مړه شوي و او تېره ورځ په زیاته کچه راځړول شوي دي.

برازیل په نړۍ کې هغه هېواد دی چې په زیاته کچه زندانیان لري دوی د ډېرو زندانیانو په لرلو سره په نړۍ کې دریم ځای خپل کړی دی په دې هېواد کې لوی لوی زندانونه هم شتون لري چې په زیاته کچه پکې ترهګر، انسان تښتونکي، غله، په فساد تورن او نور هغه کسان چې عمومآ انسانیت ته احترام نلري او په تشدد تورن شوي وي.

په یاد زندان کې دوه کاله مخکې هم یوه شخړه رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې ۵۶ کسان وژل شوي وو د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې دا مهال د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي .