fbpx

هیواد پرېښودل او پېښماني

خبریال وېبپاڼه / ۲۹ مۍ ۲۰۱۹ ـ په خپل هېواد کې ژوند کول د هرانسان طبیعي غوښتنه ده او د ځمکې په سر به داسې شخص نه وي چې خپل وطن ورته ګران نه وي، خو کله کله ځینې عوامل لکه جنګ جګړې، نا امني، بېکاري او دې ته ورته په لسګونه نور مجبوریتونه د دې باعث ګرځي چې د یوه هېواد وګړي نورو هېوادونو ته مهاجرت وکړي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تېرو درې لسیزو جګړو په بهیر کې یې په میلیونونه وګړي د پورته یادو شوو عواملو له امله مهاجر شوي او دا لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده.
د تېرو اتلسو کلونو په بهیر کې چې په هېواد کې نسبي سوله راغله او ځوان قشر ته پکې د کار او تحصیل څه ناڅه زمینه برابره شوه خو بیا هم ډیر شمېر ځوانان دې ته لیواله دي چې بهر ملکونو ته لاړ شي. دا چې ځوانان ولې اوس تر بل هر وخته بهر ملکونو ته روان دي، غواړم دلته یې په عواملو بحث وکړم:
_ترکومه چې موږ شاهدان یو په افغانستان کې نا امني ورځ تر بلې په زیاتیدو ده، هره ورځ چاودنې، وژنې، نا امنۍ، اختطاف او دې ته ورته نور جرایم چې ځوانان له دې حالته د خلاصون په خاطر بهر ملکونو ته پناه وړي.
_ په دې حقیقت باید سترګې پټې نه کړو چې د طالبانو له دورې وروسته ځوانانو ته د تحصیل او زده کړو په برخه کې په هیواد او بهرنیو ملکونو کې د پراخه اندازه زمینه برابره شوه او ګڼ شمېر ځوانانو له دغو فرصتونو ښه ګټه هم پوره کړه خو بدبختانه هغسې چې لازمه وه، دوی ته په خپله رشته کې د کار زمینه برابره نه شوه.
زما په اند په افغانستان کې بېکاري له هیواده د ځوانانو د تیښتې اصلي لامل دی، کله چې یو ځوان خپلې زده کړې پای ته رسوي نو هیله یې دا وي چې په خپلې تحصلي رشته کې مناسب کار پیدا کړي خو متاسفانه اوس په افغانستان کې اکثره ځوانانو ته کار ډیر لږ یا بیخي نه شته، که وي هم نو باید غټه واسطه ولرې یا به رشوت ورکوي،چې د دغو شومو پدیدو له امله زیات شمېر ځوانان نا هیلي او بهرنیو ملکونو ته مسافرت کوي.
– اجتماعي نا برابري، مفسد چارواکي، په دولتي ادارو کې د زورواکو نفود او نور هم د دې عامل شوي چې ځوانان له وطنه زړه توري او نورو هیوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي.
له دغو ټولوستونزو سره سره نورو هیوادونو ته مهاجرت او هلته ژوند کول دومره اسانه خبره هم نه ده چې موږ خپل وران ویجاړ وطن پریږدو او په دې تمه هلته لاړ شو چې ګنې هلته به تیاره ډوډۍ او ښه ژوند وي او دغه بدبختۍ چې زموږ په وطن کې دي له دې به خلاصی پیدا کړو.
اروپا او نورو هیوادونو ته له سختو لارو تېریدل: نورو هیوادونو ته ورتګ او هلته ځان رسول له سره تیریدل او له مرګ سره ډغرې وهل دي، د ایران او ترکیي له شکنجې ډک زندانونه، په لاره کې باد، باران یخني و ګرمي، د قاچاقبرانو ظلومونه او بیا په یوې وړې کښتۍ کې زیات شمېر کسانو سره له ترکیي څخه یونان ته تیریدل چې ډیر ځله پکې مسافر ډوبیږي او ټولې هیلې په اوبو لاهو شي.
اروپا ته په رسیدو سره د ځوانانو ستونزې:
یوه نوي هیواد ته ورتګ چې په فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي لحاظ زموږ له ټولنې او عاداتو سره هیڅ ډول هماهنګي نه لري، هلته ژوند پیلولو له ګڼو ستونزو ډک وي،په سړکونو او پارکونو کې ویده کیدل او سرپناه نه لرل چې ګڼ شمېر ځوانان په داسې حالت کې بیاه له رواني ستونزو سره هم مخ شوي دي.
په اروپا کې ټول ځوانان چې لوستي دي او که نا لوستي په یو لیول کې کار کوي هلته څوک ستا د تحصیل او ډګري قدر نه کوي، دوکانداري، ټکسي چلول، رنګمالي، رستورانت کې کار کول او یا خلکو ته د خوړو رسول ستا مسوولیت دی له دې لوړ په دفتر یا رسمي اداره کې چې ستا له شان سره ښایي خوب او خیال دی.
نو اروپا ته مه راځئ او مه ورته د ښه ژوند د تیرولو خوبونه وینئ.
د هر هیواد راتلوونکې د ځوانانو په لاس کې ده که هغوی د د خپل هیواد ابادلو ته مټې راونغاړي، ځانونه له سیالانو سره سیال کړي روښانه راتلووونکې به ولري او که چېرې ځوانانو ته د رهبرۍ په سطحه ونډه ورنه کړل شي او د هغوی له استعدادونو څخه ښه ګټه پورته نه شي نو د انساني سرچینو غټه ضایعه به رامنځ ته شي. نو دولت ته ښایی چې ځوانانو ته په هیواد دننه د کار او زده کړو زمینه برابره کړي، ځوانانو ته هم ښایي چې د خپل وطن په قدر مو پوه شي، ځانونه له سیالانو سره سیال کړي، زده کړې وکړي، د خپل وطن تورې خاورې سره زر کړي، د ظلم پروړاندې لکه غر ودریږوي او پرې نه ږدي چې زورواکي د دوی حق وخوري.
لیکوال: حسیب الله امرخېل