fbpx

منظور پښتين: پاکستانى پوځ به له وزيرستانه ووځي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٩ مۍ ٢٠١٩ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي چې د پاکستان پوځ به له وزيرستان څخه ووځي او دلته به انتظام ټول ځايي ادارې ته سپاري.

نوموړي دا خبرې نن پر خپله فېسبوکپاڼه په يوه ژوندۍ ويډيو کې کولې. دا خبرې نوموړي وروسته له هغې وکړې چې د شمالي وزيرستان له پېښې وروسته علي وزير د پاکستاني پوځ سره په بند کې دى او همدا راز پاکستانى پوځ نن د محسن داوړ په نيولو پسې هم د هغه کور ته ورغلي ول.

منظور پښتين وويل چې پاکستان د امريکا نه ډالرې واخيستې او پښتونخوا يې تباه کړه. لومړى يې دلته ترهګر وروزل، بيا يې د هماغه ترهګرو د ختمولو په بهانه باندې زموږ سيمه لوټې لوټې کړه.

هغه وايي چې د پاکستان پوځ ته چې چاپلوسي او دلالي کوې، نو بيا به درته پاکستاني رسنۍ هم انعکاس درکوي او پوځ به هم شاباسى درکوي، خو که د دوى د ظلم پر ضد راپاڅېدې، نو بيا دې دوى نه پرېږدي، دوى به دې بې عزته کوي او ژوند ته به دې نه پرېږدي.

هغه وويل چې موږ ته د پاکستان پوځ په خپله خاوره د عزت د ژوند راکولو حق څه چې د عزت مرګ هم راته نه پرېږدي، څوک چې راته ووژني بيا پرې د ترهګرو نوم کېږدي.

ښاغلى پښتين وايي چې غږ مو نه پورته کاوه هم يې وژلو، اوس چې غږ پورته کوو هم وژني، خو ښه خبره دا ده چې اوس نړۍ ته زموږ غږ رسي او موږ د دوى پر ضد راغونډېږو او د دوى ظلمونه خلکو ته ښکاره کوو.

منظور پښتين وايي، کله چې په دې سيمه کې ترهګري پيل شوه، نو لومړنى کس علي وزير و چې د هغه کورنۍ يې پر ضد ودرېده او د هغه کورنۍ د ترهګرۍ پر وړاندې خپل ډېرى غړي له لاسه ورکړل، خو اوس پوځ راپاڅېږي او هماغه علي وزير نيسي او د ترهګرۍ ځانګړې محکمې ته يې وړاندې کوي.

نوموړي پر حکومت هم نيوکه وکړه چې د بې ګناه پښتنو وينې ته يې ونه کتل، خو د خپل ظالم پوځ خبره يې واورېده او په حرکت کې راغى. هغه وايي چې په قامي اسمبلۍ کې هم په دې اړه بحث وشو چې علي وزير دې راوستل شي او دلته دې د خبرې کولو اجازه ورکړل شي، خو د عمران خان حکومت دا خبره رد کړه او د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني څوکيو ختمولو غوښتنه يې وکړه.

هغه وويل چې علي وزير او محسن داوړ ته ځکه سزا ورکول کېږي چې د خپلې خاورې او خپل پښتون ولس لپاره غږ پورته کوي. هغه په خپلو پلويانو غږ وکړ چې حوصلې لوړې وساتئ، شاته کېږو نه، موږ په قرآن پاک وعده کړې ده چې نه خرڅېږو، نه ټيټېږو، نه ډارېږو او نه هم کله په شا کېږو. هغه وويل چې په سړه سينه به مخکې ځو، د دوى پر ضد به جلسې کوو، ځکه دا زموږ حق دى.

نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه چې علي وزير دې ژر تر ژره خوشې کړاى شي او د سنا له خوا دې يوه کمېټي جوړه شي چې هغه د شمالي وزيرستان د پېښې څېړنې وکړي او چې هر څوک تورن و، نو هغوى ته دې سزا ورکړل شي.

نوموړي همدا راز وويل چې له فاټا څخه دې پوځيان ووځي او دلته دې انتظام ځايي ادارې ته وسپاري. هغه وويل چې د پوځيانو کار دى چې سرحدونو ته لاړ شي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د پښتنو د وژلو په اړه هغه وويل، چې تر دې مهاله پورې دوى د ١٣ کسانو ليسټ خپور کړى دى چې په دغه ډزو کې شهيدان شوي دي، خو په سيمه کې کرفيو لګېدلې ده، نو دوى هر څه ته لاسرسى نه لري او داسې خبرونه ورته رارسېږي، چې د شهيدانو شمېر نور هم لوړ دى.

هغه همدا راز وويل چې پوځ دې ژر تر ژره کرفيو ختمه کړي او له وزيرستانه دې لاړ شي. نوموړي وويل چې څومره کسان بې ګناه نيول شوي دي دا ټول دې خوشې کړاى شي. هغه وايي موږ به احتجاج کوو او له ټولو پښتنو يې غوښتنه وکړه چې ورسره پکې ګډون وکړي.

هغه وايي چې ظالم قوتونو تل هڅه کړې ده چې پښتانه په اشتعال راولي، خو دوى به خپل خلک په سولييز ډول غواړي او هېڅ کله به تشدد ته لاس نه اچوي.