fbpx

منظور پښتین: چې علي وزیر ازاد نه شي، تر هغو به لاریونونه کوي

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ مۍ ۲۰۱۹ ـ که څه هم پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې له غورځنګه غوښتي و چې تر یوې اوونۍ دې خپل لاریونه وځنډوي، خو د دې غورځنګ مشر په خپل تازه بیان کې ویلي چې تر هغو علي وزیر ازاد نه شي او د خړ کمر په پېښه کې قاتلو پوځیانو ته سزا ور نه کړل شي، دوی به تر هغو خپلو لاریونو ته دوام ورکړي.
منظور وايي، علي وزیر یې د ترهګرۍ په تور نیولی، حال دا چې د واڼه په خاوره کې لومړی د علي وزیر کورنۍ د ترهګرو خلاف غږ اوچت کړی، خو ترهګرو د علي وزیر وروڼه، پلار او د کورنۍ نور غړي شهیدان کړل.
منظوز یاتوي، د علي وزیر کورنۍ له ترهګرو سره ډېره اوږده مبارزه کړې ده، د ترهګرۍ او ریاستي ظلم خلاف یې اواز پورته کړی، خو دا چې نن د ترهګرۍ په تور محاکمه کېږي، دا د پښتنو او علي وزیر بې عزتي ده چې پاکستانی جابر او ظالم پوځ یې کوي.
نوموړی وايي، د علي وزیر ګناه دا ده چې د مظلومو پښتنو غږ یې اوچت کړی، خو مرکزي حکومت د دې پر ځای چې د پښتنو ستونزې حل کړي، د پوځ په مرسته پښتانه نور هم ځپي.
منظور پښتین وايي، له حکومت څخه غواړي چې علي وزیر او په وروستۍ پېښه کې چې د پي ټي ایم څومره غړي نیول شي، ژر تر ژره ازاد کړي، ایف ای ار دې لرې کړي، د سېنټ یو تحقیقاتي کمېسیون دې جوړ کړي چې د خړ کمر د وروستۍ پېښې په اړه تحقیقات وکړي او څوک هم چې ګرم وبلل شي، باید سخته سزا ورکړل شي، پوځیان دې له فاټا څخه ووځي او واک دې ولس ته ورکړل شي او ګرځبندیز دې پای ته ورسول شي.
منظور وايي، دوی د خپلو همدې غوښتنو لپاره سوله ایز احتجاجونه کوي او تر هغو یې چې غوښتنې و نه منل شي، احتجاجونه به یې دوام ولري.
منظور په ټولو پښتنو غږ کړی چې له کورونو راووځي او په ځان او وطن ننګ وکړي. منظور وايي، له پښتنو سره یې ژمنه کړې چې نه خرڅېږي، نه ډارېږي، نه ټېټېږي او په روژې او اختر کې به د خپلو خلکو لپاره د احتجاج په میدانونو کې ولاړ وي.