fbpx

ثناء اعجاز: مونږ د پرلت نه ختمولو سوګند کړی

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ مۍ ۲۰۱۹ – په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم په لاریون د برید او د علي وزیر د نیولو وروسته په پېښور کې پرلت کوونکو سوګند کړی دی چې تر هغې به خپل پرلت نه ختموي تر څو چې د هغوی ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.

د پي ټي ایم په غړو د یکشنبې په ورځ د وزیرستان په خړ کمر سیمه کې پاکستاني پوځیانو ناڅاپه برید وکړ چې په پایله کې د غورځنګ د غړو او پلویانو په ګډون پکې ۱۵ تنه شهیدان او تر ۵۰ پورې نور ټپیان شو دغه راز یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ مشر علي وزیر په ګډون اته تنه د نن ورځې پورې بندیان کړي دي.

تېره شپه بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې ثناء اعجاز د پرلت له ګډونوالو سوګند اخیستی چې تر څو به پرلت نه ختموي تر هغې پورې چې علي وزیر او نور مبارز غړي له بنده راخلاس شوی نه وي، دغه راز په شمالي وزیرستان کې ګرځ بندیز ختم شوي نه وي. او د پوځ په ډزو کې د شهیدانو بشپړ امداد شوی نه وي.

په پېښور کې د فعالې ثناء اعجاز په مشرۍ هر ماښام له روژه ماتي وروسته په لسګونه پرلت کوونکي راټولېږي او د پېشلمي پورې احتجاج کوي دا ډله له تېرو دریو ورځو راهیسې په مسلسل ډول د پنجابي ریاست پر ضد احتجاجونه کوي.

د ثناء اعجاز پر وینا په دې احتجاجي پرلت کې په لسګونه خلکو د سوات،مردان ،صوابۍ،کوټې، وزیرستان ژوب خیبر او پېښور څخه ګډون کړی او په مېړانې توګه د پنجابي ریاست څخه عدالت غواړي.

په پاکستان کې د پېښور ترڅنګ دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې هم لاریونونه روان دي دغه راز په افغانستان کې هم د پي ټي ایم پر ملاتړ او د پاکستاني ریاست پر ضد پراخ احتحاجونه دوام لري.