fbpx

محسن داوړ: په خپله خوښه پولیسو ته تسلیم شوم

 خبریال وېبپاڼه / ۳۰ مۍ ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنک د مخکښ مشر علي وزیر د نیولو وروسته څو شېبې وړاند د پي ټي ایم بل مخکښ مشر محسن داوړ هم په خپله خوښه ځان پاکستاني پولیسو ته تسلیم کړ .

په ټولنیزو رسنیو د محسن داوړ یوه تازه ویډیو خپره شوې په دې ویډیو کې داوړ واېې: پخپله مې وغوښتل چې پولیسو ته ځان تسلیم کړم. ځکه چې د څو ورځو راهیسې پرې د پولیسو له لورې د نیولو پرچه کټ شوې او دا یو قانوني کار دی چې ما وکړ او ځان مې تسلیم کړ.

د سیمي خلک هم وایې چې محسن داوړ د یو شمېر قبایلي مشران او د پي ټي ایم د ملګرو په بدرګې سره یوځای په سیمه کې د حکومتي مشرانو دفتر ته ورغلی چې په خپله خوښه یې پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی.

محسن داوړ وړاندې وایې قوم چمتو دی چې هر ډول مقابله وکړي خو زما د ساتنې لپاره یې ډېر څه وکړل هغه وویل د ځان د بچ کولو لپاره نور خپل قوم په تکلیف کې نه اچوم ما ځان د دې لپاره ساتلی وو چې مبارزه همدا شان روانه وي خو زه نن په قانوني بڼه تسلیم شوم او بیا به هم راګرځم.

د پي ټي ایم دا مخکښ مشر محسن داوړ وړاندې وایې یو خو روژه ده بل د احتر مخه ده، دغه راز په سیمه کې پوځیانو په خلکو ظلم او وحشت پیل کړی نو له همدې امله مو د غوښتنو د منلو وروسته پرلت وځنډوه .

محسن داوړ خپل قوم ته په خطاب کې وویل چې ډېر په حوصلې به په خپل هدف کې لګیا یاست په دې کې به تل همدا شان شهیدان ،ټپیان او بندیان هم ورکوی خو حوصله به له لاسه نه ورکوی.

محسن وړاندې د احتجاج غړو ته وایې تاسې تل چمتو اوسئ ، د وسې مطابق مبارزه جاري ساتئ بیا به راوځو په زور او جزبې سره به خپله مبارزه پر مخ وړو ځکه ټوله دونیا خبره ده چې پر مونږ ښکاره جبر، ظلم شوی او له حکومته حساب غواړو.

د محسن داوړ وړاندې د څو ورځو راهیسې د پي ټي ایم بل مخکښ غړی علي وزیر هم د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوی دی چې لاهم په بند کې موجود دی یو شمېر نا تایید شوي راپورونه وایې چې د تشدد سره هم مخ شوی دی .

د پښتون زغورنې غورځنګ غړو په پاکستان کې هغه وخت احتجاجونه پیل کړ کله چې پاکستاني پوځیانو د پي ټي ایم پر پلویانو برید وکړ چئ په پایله کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان دغه راز تر ۵۰ ډېر ټپیان کړل.