fbpx

بولټون: د ایران هر راز برید ته به سخت ځواب ورکړو

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ مۍ ۲۰۱۹ – د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړی دی چې په خلیج فارس کې به د امریکا او د خپلو ملګرو هېوادونو پر ګټو د ایران هر راز برید ته سخت ځواب ورکړي.

بولټون ایران ته خبر داری هغه مهال ورکړ چې د ایران او امریکا حالت سخت کړکېچن شوي دي او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ احتمالي پوځي نښتې ته اندېښنې زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې جاپان وایې مونږ چمتو یو چې د دواړو هېوادنو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوو خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې د منځګړیتوب لپاره اړتیا نه ویني او دا مهال د جګړې یا کړکېچ اندېښنه هم نلري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون یو ځل بیا وویل چې د امریکا سره د خبرو کولو وخت ختم شوی دی او هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي.

بلخوا ایران څو ځل ویلي چې د امریکا د غیر ضروري او مضرو کړنو له امله په منځني ختیځ کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي.

ایران وړاندې تر دې هم د امریکا له ورته اقداماتو سر ټکولی وو او ویلي و چې یاد هېواد هڅه کوي په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات کړي او دوی به ورته د دې کار اجازه ورنه کړي.