fbpx

پاکستان خپل شرمېدلی ټیم وستایه

خبریال وېبپاڼه / ۱ جون ۲۰۱۹- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د پیل وړاندې د تمریناتي سیالۍ ترڅنګ تېره ورځ په رسمی لوبه کې هم شرمېدلې ماتې وخوړه .

پاکستانۍ لوبډلې په ټوله کې د ۲۰۱۹ کال پیل له سختو ماتو سره کړی دی. دوی د دې کال له پیل څخه تر دې دمه ۱۹سیالۍ ترسره کړي دي چې په دې سیالیو کې ۱۶ بایللي او یوازې درې یې ګټلي دي دغه راز یې مسلسل په دولس سیالیو کې هم ماتې خوړلې دي.

پاکستانیانو په پیل کې د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپلو لوبغاړو ډېرې نیوکې کولې چې ګواکې ولې له افغانستانه ماتې وخوړه چې د همدې ذهني فشار له امله یې په رسمي سیالۍ کې هم ماتې وخوړه.

کله چې تېره ورځ د ماتې وروسته د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد په پرېس کنفرانس کې د ناچارۍ له امله وژړل نو له هغې وروسته په سوشل میډیا او په نورو ځایونو کې دوی د پاکستان لوبډلې ته بیا لاس ورکړ او په ښه انداز یې وستایله.

پاکستانۍ لوبډلې سږکال نه هېرېدونکې مسلسل ماتې وخوړلې خو په دې اساس وخت نړیوال جام کې یو ځل بیا پاکستانیانو لاس ورکړ او په تشویقولو یې پیل وکړ.

داسې هم ویل کېږي چې د پاکستان د ماتو له امله ممکن له نړیوال جام وروسته د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد د دې ترڅنګ د توپ وهنې روزونکی او د سلېکشن کمېټې مشر له خپلو دندو لاس په سر شي.

Your SEO optimized title page contents