fbpx

راشدخان: د ويراټ کوهلي بیټ رانه اصغر افغان واخیست

خبریال وېبپاڼه / ۱ جون ۲۰۱۹ – سره له دې چې افغان لوبغاړی راشدخان په ليګ سپېن ورو توپ اچوونکي شهرت لري، خو بعضې وخت د لوبې په وروستۍ برخه کې د بيټينګ پر مهال سختې شپږيزې هم وهي.

نوموړي په ۴۴ يو ورځنیو لوبو اننګزونونو يا پاڼۍ کې په دې توانیدلی دس چې ۲۴ ځلې توپ له ميدان څخه بهر کړي.

نوموړي د ايرلینډ خلاف په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۹ توپونو ۱۶ منډې وکړې.خو هغه سیالي افغانستان بایلوده.

د هغه شپږيزو وهلو کمال په څه کې دی؟

نوموړی یې په اړه وایي: د ايرلینډ خلاف په لوبه کې ما غوښتل چې څلوریزه ووهم، خو هغه توپ شپږيزه ته لاړ، نو ما وویل دا څه وشول چې توپ شپږیزې ته لاړ؟

” بیا مو غوښتل چې ميډ اف په لور څلوريزه ووهم، خو دا هم توپ شپږيزې ته لاړ، نو ما فکر وکړ چې په بيټ کې څه کمال شته. دا بيټ ډیر ما په دې خوښ کړ چې کوم توپ پرې وهم شپږیزې ته ځي، بیټ کې نور داسې خاص څه ځانګړنه نه وه، خو دا ځانکړنه پکې وه چې هغه بیټ ماته هندي لوبډلې مشر ويراټ کوهلي په ډالۍ کې راکړی و.

” کله چې ته د بيټینګ تخنيک زده کوې، اړ يې چې یو ښه بيټ هم ولرې. ما يو بيټ د ويراټ کوهلي څخه، بل د ډویډ ورنر څخه او یو د کې ال رهول څخه ترلاسه کړی دی. دا خانګړي بيټونه دي چې نړيوال جام کې به له ما څخه د منډو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

خو په خواشينۍ سره چې راشدخان به د ویراټ کوهلي جادوګري بیټ په نړيوال جام کې استعمال نکړي، ځکه چې د ایرلینډ خلاف د لوبې وروسته پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ترې قبضه کړ.

راشدخان وويل” کله چې پویلین ته راغلم، اصغر ماته بيټ را وړاندې کړ، ما د هغه بلنه نشوه ردولی، ورته ومې ویل چې څنګه دې خوښه وي، خو اصغر وړاندې زما له بکس څخه په پټه بيټ راخیستی و او پخپل بکس کې يې اچولی و. دا يو خاص لوبغاړي څخه يو خاص بيټ و. پدې هيله چې اصغر پدې بيټ ښه ونه ځلیږي او ماته خپل بیټ راکړي.

عزیزي