fbpx

د امير خان متقي صيب تازه مرکه او يو څو تبصرې

خبریال وېبپاڼه/ ۱ جون ۲۰۱۹ – ۱- امير خان متقي په خپلې تازه مرکه کې ويلي، چې د افغانستان اوسنی نظام يو تپل شوی نظام دی.
ورته وايو: دا نظام يو منتخب نظام دی، مختلف النوعه منتخب مؤسسات لري، چې د هېواد هر ځای او د ولس هر قشر منعکسوي.
په انتخاباتو کې به لږې او زياتې درغلی شوي وي، او کيږي به، خو نظام او انتخاباتي سيستم يو لوی اسلامي اصل ته جوابده دی، هغه دا چې د واک مصدر امت دی، افغان ولس دی.
له تاسې پوښتو: آيا ستاسې نظام منتخب نظام و؟ آيا د پرديو په مرسته په دې ولس باندې په زوره نه و تپل شوی؟ آيا ولس غوښته او ترې راضي و؟ آيا تيار ياست، چې د خپل نظام په هکله د يو آزاد شفاف ولسي رېفرنډم پايلو ته غاړه کېږدۍ چې اداره يې د اسلامي همکاری سازمان په غاړه واخلي؟
۲- امير خان متقي وايي: اسلامي امارت به انحصار طلبه پاليسي نلري.
ورته وايو: تېره ماضي مو کاملا انحصار طلبي ښيي، ستاسې رعيت يواځې د څو معلومو مدرسو شاګردان و، افغان ولس ته مو د رعيت په سترګه نه کتل، د پوهنتون محصلينو ته مو د رعيت په سترګه نه کتل، ښځو ته مو د رعيت په سترګه نه کتل، په هېواد کې د مختلفو تخصصاتو کدرونو ته مو د رعيت په سترګه نه کتل.
اوسنۍ پاليسي مو هم ښکاره ښيي چې يکه تازي غواړۍ، د ډاکټر، انجنير مسلکي او د ښځو د حقوقو يادونه مو کړې، خندا راغله، په تېرو کلونو کې چې به کله د مشر ملا صيب په نامه د اختر پيغامونه ليکل کېدل، نو هلته که به ستاسې يو عاقل کوښښ وکړ، چې د ولس د خوشالولو او ډاډه کولو لپاره په پيغام کې د ښځو د حقوقو محضې يوه يادونه وکړي، دا خبره نه ورسره منل کېده، ډېر په زورونو به ايله په بيله ورسره د مسلکيانو د پاللو يادول ومنل شو، تاسې به پر دې له ما ښه خبر ياست.
۳- امير خان متقي وايي: په اوسني نظام کې جهادي شخصيتونه نشته.
ولې نشته؟ نظام له جهادي لوړ رتبه او ټيټ رتبه شخصيتونو ډک دی، مثالونه ډېر دي، ښکاره مثال يې په رييس جمهور پسې دويم کس ډاکټر عبدالله عبدالله دی، دا چې ډېر پخواني بوډاګان تقاعد شوي، نو دا د نظام چلولو او نوي کولو تقاضا ده، نظام فلېکسېبل دی، هر څوک په کې ځان د معلومو قانوني لارو ګودرو په مټ ليدلی او تثبيتولی شي، ستونځې شته، بانډونه شته، نوي بانډونه جوړيږي، ډېر حقدار له حقوقو محروم دي، خو لارې ګودرې هم شته، د همدې نظام د قانون له لارې کولی شو، د نظام له ړنګولو پرته د ولسي فشارونو له لارې کولی شو، د مشروطه سولې له لارې کولی شو، چې ناروا بانډونه مات کړو، او حقونه حقدارانو ته وسپارو، ولسمشر غني د حکومت ممثل دی، نظام نه دی، نن شته، سبا به نه وي، که همدا نن تاسې سوله وکړۍ، خلک په خپلې برنامې قانع کړۍ، ممکن سبا ولسمشر ستاسې له ډلې وي، دې ډول نظام لپاره په اسلامي نړۍ کې مسلمانانو په مليونونو قربانۍ ورکړي، دلته افغانانو قربانۍ ورکړي، څنګه غواړۍ چې بيا داسې نظام راولۍ، چې بيا بيا به افغانان د هغه د راپرځولو لپاره خونړي پاڅونونه کوي؟!
ستاسې په نظام کې دولت د يو څو ټاکليو مدرسو د فارغينو او شاګردانو و، هغه هم د ځينو ټاکليو سيمو، نور نو، انحصار طلبي توره وي او که سپينه؟ کاش چې دولت مو چلولی شوی، ولس به هيڅ نه وی ويلي، خو افسوس چې تاسې ډېره ناکامه تجربه وړاندې کړه.
۴- امير خان متقي صيب د افغانستان د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو څخه کاملا منکر دی، وايي: هيڅ داسې کار نه دی شوی، چې د افغانانو درد دوا کړي.
د دې انکار په ځوابولو به ځان او په لوستلو به يې لوستونکي نه ستړي کوم؛ ځکه لاسته راوړنې لکه لمر ښکاره دي، د مثال په توګه به، د تعليم په برخه کې د ذکورو او اناثو لا مثاله پرمختګ ياد کړو، د لسګونو پوهنتونونو، مدرسو او مکتبونو جوړېدل، د آبادۍ پراخېدل، د بندونو جوړېدل، د سړکونو جوړېدل، په اوسط ډول د اقتصاد داسې ښه کېدل، چې د طالبانو له وخت سره يې مقايسه لېونتوب دی، او داسې نورو ډېرو اړخونو کې پرمختګ، لنډه دا چې يو ځل بيا د افغانانو په زړونو کې دا مړه هيله را ژوندی شوه، چې کولی شي چې په ډېرو ميدانونو له خپلو سيالانو سره سيالي وکړي.
که طالبان د دغو پرمختګونو په وړاندې خنډ نه جوړېدی، نو پايلې به لا ډېرې غوښنې وی.
په کامل تأسف سره، دغه نقطه د دوی د فکري جمود او انغلاق څومره ښکارندويي کوي، پکار دا وه چې د يو سياسي مسؤول شخص په توګه يې ښو او بدو ته ګوته نيولې وی، سره ارزولي يې وی، بيا له خپلو لاسته راوړنو او پاليسيو سره يې پرتله کړي وی، او بيا يې فيصله ولس ته پريښي وی.
۵- امير خان متقي صيب انتقاد کړی، چې د پارلمان ټولټاکنې شوي، پايلې يې مياشتې مياشتې وځنډېدې.
د متقي صيب دا انتقاد پر ځای دی، خو بايد دې ته متوجه شو، چې دلته هر ستونزه د نورو مختلفو عواملو تر څنګ په اعظمي ډول سره د جګړې د دوام او د سولې د نشتون څخه سرچينه اخلي، که سوله راشي، جګړه ختمه شي، ډېرې ستونزې به هوارې شي، چې پاکستانيان نسبتا مقبول پارلماني انتخابات کولی شي، مونږ څه بلا وهلي یو؟
۶- امير خان متقي د ښځو د حقوقو په باب کې په افغان دولت له دې کبله نيوکه کوي، چې تېر کال ۵۰۰۰ ښځو طلاقونه اخيستي، او دا چې پنځه زره کورونه خراب شوي، او پنځه زره رشتې شکېدلي.
تاسې يواځې له همدې ځايه د انساني حقوقو په هکله د طالب مفکوره واروزۍ، افغانستان 35 مليوني ټولنه ده، جګړو جهالت او ناسمو رواجونو ځپلې، له ستونزو ډکه ټولنه ده، په دې ټولنه کې په يو کال کې 5000 طلاقه واقع کېدل د تعجب وړ خبره نه ده، اګر که پکار ده، چې اسباب يې ولټول شي، له زورګويۍ لرې حلونه ورته راوويستل شي، طلاق شرعي حکم دی، ډېرې داسې ښځې او مېړونه دي چې يو له بل سره د مختلفو اسبابو له مخې وخت نشي تېرولی، ژوند ورته جهنم ګرځېدلی وي، نو ولې دا شرعي حق ورنکړل شي، چې له دغه شرعي حکم څخه استفاده وکړي؟، ښځه يو پوره انسان دی، وينځه نه ده، د لا ينحله او اوږدو ستونزو په صورت کې يې طلاق او خلع شرعي حق دی.
تېر کال په سعودي کې يواځې د صفر په مياشت کې، يعنې يوې مياشت کې 5300 طلاق واقع شوي، په تېر يو کال کې 54000 څلور پنځوس زره طلاقه واقع شوي، د سعودي نفوس زمونږ تر نفوسو ډېر کم دی.
امير خان متقي سره د 5000 کورنيو د پاشل کېدو غم دی، د 5000 رشتو د شکېدو غم ورسره دی، ورته ودې ويل شي، د لس زره ګونو کورنيو د سر سړي مه وژنۍ، د نفقې ګټونکي يې مه وژنۍ، په شرعي طلاقونو کورنۍ نه پاشل کيږي، بلکه انسان له ستونزو خلاصيږي، طلاق خامخا له ځان سره ستونزې لري، خو شريعت ورته حلونه راويستي.
ليکوال: مولوي سراج الحق هاشم