fbpx

د ننګرهار له محبس څخه ۱۲۰ تنه بنديان ازاد شول

خبریال وېبپاڼه/ ۱ جون ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولايت د مقام په اعلاميه کې راغلي، د ولسمشر د فرمان له مخې د ننګرهار محبس څخه ۱۲۰ تنه بنديان ازاد او د ۴۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ننګرهار محبس کې په همدې موخه جوړ شويو مراسمو کې د دې ولايت والي، د استيناف محکمې او استيناف څارنوالۍ رئيسانو، د ولايتي شورا غړو، د محبس مدير، ازاد شویو بنديانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، د ولسمشر د ياد فرمان څخه ۱۶۱ بنديانو ګټه واخيسته چې اتيا تنه يې د فرمان له مخې خوشې او ۱۰۱ تنه نورو د بند په موده کې کموالی راغی چې له شمېر څخه يې د عفوې په ترڅ کې د څلویښت تنو نورو د بند موده بشپړه او نن عملاً له محبس څخه ۱۲۰ تنه خوشې او خپلو کورنيو سره يو ځای کيږي.
نوموړي د بند څخه د ازاد شويو کسانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او ورته يې لارښوونه وکړه چې د بند په موده کې له ترلاسه شويو تجربو څخه په کلي او ګاونډ کې خپلې خاطرې او تجربې له خلکو سره شريکې کړي، ترڅو نور خلک هم له جرمونو څخه ځانونه وژغوري.
د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئیس محمد ولي هاشمي وويل، د فرامينو د تطبیق کمېسيون له لوري د یاد فرمان د تطبیق په موخه لیستونه ترتیب شوي وو چې د لويې څارنوالۍ مقام له لوري يې تر منظورۍ وروسته عملاً د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پيل کړه، هغه زیاته کړه، د فرمانونو د تطبیق په موخه لیستونه له دې ځايه؛ خو منظوري او وروستۍ چارې په مرکز کې تر سره کیږی.
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده ازاد شويو بنديانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د بيا ځل لپاره له جرمونو څخه ځانونه وژغوري، ځکه د هېواد قانون له مخې هغه کسان چې تکراري جرمونه وکړي په اوږد عمر بند محکوميږي.
د ننګرهار د محبس مدير عبدالولي حصارک وايي، د دې ولايت محبس چې د نږدې زر تنو بنديانو د ساتلو ظرفيت لري، اوس مهال په کې ۲۲۰۰ کسان بنديان دي چې له امله يې ځينې شکايتونه هم رامنځته کيږي؛ خو زياته يې کړه چې له محبس څخه يې ۶۳ تخریب کوونکي بنديان پلازمېنې کابل ته ليږدولي او پاتې بنديانو ته يې په بېلابېلو برخو کې د حرفوي او نورو زده کړو زمينه برابره کړې ده.