fbpx

د بوکس مشهور افغان لوبغاړى سهيل له ملي لوبډلې ملاتړ کوي

خبریال وېبپاڼه/ ۱ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان پياوړى بوکسر سهيل احمد مغلزى چې دا مهال په انګلستان کې اوسي، د افغان لوبډلې د تشويق او ملاتړ په خاطر ميدان ته راغلى او د VIP څوکيو پر ځاى يې د افغانانو ترمنځ ناسته غوره بللې ده.
سهيل احمد چې د بوکس په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او خپلې ډېرې يې سيالۍ ګټلي، د تيکواندو په ورزشي رشته کې هم تور کمربند لري.
سهيل احمد د ورزشي کارونو ترڅنګ خيريه کارونه هم کوي او د سهيل احمد مغلزي په نوم يو خيريه بنسټ لري چې له بې وزله افغانانو سره مرسته کوي.
سهيل احمد چې د افغانستان بيرغ يې له ځانه تاو کړى، په دې نيت ميدان ته راغلى چې خپل لوبغاړي وهڅوي او روحيه ورکړي.

Your SEO optimized title page contents