fbpx

منظور پښتين: مونږ ته پیسې نه، انصاف پکار دی

خبریال وېبپاڼه / ۲ جون ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، اول پښتانه ځوانان او خویندې وژنه تشدد پرې کوه، ظلم پرې کوه او بیا پېسې ورکوه. داسې نه شي کېدی دا د غېرتي خلکو وينې دي په پېسو نه شي اخيستل کېدی مونږ ته پېسې نه، انصاف پکار دی.

د معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا مشر محمود خان تېره ورځ اعلان کړی و چې په خړ کمر سیمه کې به د هر وژل شوي کس کورنۍ تر پنځه ویشت لکه پاکستانۍ کلدارې ورکوي دغه راز هغه کسان چې ټپیان شوي دي هغوی ته به یو لک پاکستانۍ کلدارې مالي مرسته ورکوي.

تېره شپه د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د محمود خان دې خبرو سره سخت غبرګون وښود هغه په پېښور کې احتجاجي ناستې ته وویل پاکستاني ریاست له کلونو راهیسې د پښتنو په وژنه بلها ډېرې پیسې ګټلي دي او غواړي د پیسو له وجې زمونږ خولې وتړې.

نوموړۍ وویل پاکستان د دنیا په ټولو کارونو کې پاتې راغلی په ټولو کارونو کې تاوان وکړ خو په وروستیو کې د پښتنو د وژلو کاروبار پیل کړ چې تر دې دمه په کې ښه روان دي.

منظور وایې پښتانه له کلونو راهیسې وژل کېږي خو دوی دې نور ویده نه پاتې کېږي او همداشان چې راوتلې دي خپله مبارزه دې جاري ساتي.

منظور پاکستان په دې تورن کړ چې ترهګر په خپله دوی راباسلي دي نو له همدې امله په وزیرسنتان کې پولیس همدې ترهګرو وژلي دي.

منظور پښتین په پېښور کې احتجاج کوونکو ته وویل چې پرلت ته همداسې دوام ورکړئ تر څو حکومت انصاف او عدالت وکړي.

په دې پرلت کې د ښځینه وو له ډلې مشرې ثنا اعجاز هم دوه ورځې وړاندې د پرلت ګډونوالو څخه سوګند اخیستی و چې تر هغې به احتجاجونه کوي تر څو چې پوځیانو د پي ټي ایم مشران له بنده ازاد کړي نه وي.

اوس مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني پوځ له لورې د خړ کمر پېښې وروسته نیول شوي دي. علي وزیر د مۍ پر ۲۶ مه د پېښې پر ځای کې نیول شوی و او محسن داوړ دوه ورځې وړاندې پاکستاني پولیسو ته پخپله ځان تسلیم کړ.

د مۍ پر شپږ ویشتمه نېټه پاکستاني پوځیانو د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پي ټي ایم پر لاریون برید وکړ چې په پایله کې نږدې ۵۰ تنه ټپیان او ۱۳ تنه نور شهیدان کړ.