fbpx

ایا شهزاد ته نور په افغان لوبډله کې ځای شته؟

خبریال وېبپاڼه/ ۲ جون ۲۰۱۹ – محمد شهزاد محمدي له کلونو راهیسې د افغان ملي لوبډلې مهم لوبغاړی پاتې شوی، تر نورو یې ډېرې منډې کړي او د لوبډلې د بریاوو په برخه کې یې مهم رول لوبولی، خو اوس یې هغه خوند او رنګ نه دی پاتې. دی په فېټنس کې ستونزه لري او شاید په روان نړیوال جام کې یوازېنۍ لوبغاړی وي چې داسې بې خونده باډي لري چې له یوه لوبغاړي سره هېڅ نه ښايي. که څه هم کرکټ بورډ له نوموړي سره ډېرې خوارۍ وکړې، خو شهزاد نه خپله خېټه اوبه کړه او نه یې ځان په سم ډول د وېکېټ ساتنې او توپوهنې لپاره جوړ کړ. کله چې شهزاد د کرکټ بورډ لخوا د خراب فېټنس له کبله ډراپ شو، د کرکټ ګڼو مینه والو په افغان کرکټ بورډ نیوکې وکړې چې ګنې د لوبډلې مهم لوبغاړی یې له لوبډلې ویستلی دی، خو د کرکټ بورډ د هغه وخت اجرائیوي رئیس شفیق ستانکزي ویلي و چې شهزاد زموږ لپاره یوه ستونزه ده، په توپوهنه کې ۳۰ منډې وکړې، خو بېرته په وېکېټ ساتنه کې ۲۵ یا ۳۰ منډې ورکوي او همداسې سټمپونه او کېچونه هم ترې خطا کېږي، خو شهزاد بېرته لوبډلې ته راغی او اوس هم هماغه ستونزه لري، دا سمه ده چې نوموړی د ځینو لوبډلو خلاف ښه ځلېدلی، خو په ډېرو نورو لوبو کې د ده د تېروتنو له کبله افغان لوبډلې لوبې بایللي هم دي.
په وروستۍ لوبه کې چې د اسټرالیا خلاف وشوه، نوموړی په صفر اوټ شو او ورسره یې په وېکېټ ساتنې کې هم ښه ورځ نه درلوده، څو توپونه یې له لاسه ووتل چې په څلوریزو بدل شول، همدا ډول یې د مهم اسټرالوي لوبغاړي ډېوېډ وارنر سټمپ هم مېس کړ.
د کرکټ بورډ یوه لویه تېروتنه دا ده چې شهزاد په اوږدو فارمټونو کې هم لوبوي، حال دا چې نوموړي ‌ډېر کله ثابته کړې ده چې یوازې د شل اوریزو لوبو لوبغاړی دی او د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو حوصله نه لري.
د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې اوسني کېپتان ډوپلېسي د هاشم املا د سلمې ټېسټ لوبې په اړه ویلي و چې دا به د جنوبي افریقا وروستی لوبغاړی وي چې سل ټېسټ لوبې پوره کوي، خو دا چې نړیوال کرکټ ورځ په ورځ بدلېږي، په کار ده چې هر وخت نوي لوبغاړي لوبډلې ته جذب شي چې د هماغه وخت مطابق کرکټ وکړي. افغان لوبډله هم د کرکټ نړیوالې شورا پوره غړیتوب لري او په کار ده چې د نورو مخکښو نړیوالو لوبډلو په څېر لوبه وکړي، په دې خاطر په کار ده چې نوي لوبغاړي را میدان ته شي. پخواني لوبغاړي د خپل وخت لپاره ښه وو، خو اوس ښکاري چې دوی له اوسني کرکټ سره بلد نه دي او په تخنیک یې نه پوهېږي. د شهزاد ترڅنګ اضغر افغان، نورعلي ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواری او یو شمېر نور هغه لوبغاړي ګڼل کېږي چې نن سبا یې خوند نشته، خو بیا هم پر ملي لوبډلې بار دي.
شهزاد دوه انتخابه لري، باید ځان فېټ کړي او د لوبو لپاره د نورو لوبغاړو په څېر ځان جوړ کړي، داسې چې هم یې وېکېټ ساتنه ښه شي او هم یې توپ وهنه ښه وي یا باید له لوبډلې کېنول شي او نور ځوان لوبغاړي یې پر ځای رامخکې شي.
په ځوانو لوبغاړو کې دروېش رسولي، رحمان الله ګربز، اکرام علي خېل او په کورني کرکټ کې څو نور هغه لوبغاړي ګڼل کېږي چې د شهزاد د بدیل په توګه د ده ځای نیولای شي او که کار ورسره وشي، تر شهزاد به هم موثر ثابت شي.
لیکوال: عمران رحیمي