fbpx

جندومآئی مړه شوه خو وزیره مور میدان ته راغله

خبریال وېبپاڼه / ۲ جون ۲۰۱۹د ۱۹۹۲ کال د جون میاشتيپنځمه نېټه وه ، د پاکستان د سیند ایالت په ټنډو پهاول  کلي باندي ناببره د پاکستاني پوځ د خړو ګاډو کاروان وردننه شو .‌

په چڼ یې د کلي (۹) ځوانان ونیول او خپلو ګاډو ته یې واچول .
د خړو ګاډو کاروان د سیند ایالت د جام شورو پر لور وخوځېدو .‌
نهه (۹) واړه ځوانان د دریايي سیند پر غاړه ودرول شول اود پاکستاني پ،ځ د میجر ارشد جمیل له لوري د (Fire) امر ورکړل شو او نهه (۹) سره ځوانان یو په بل پسې را ونړېدل .
د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر اعلان وکړ چې (۹) ترهه ګر یې وژلي او ددوی اړیکي مخامخ د هندوستان د استخباراتي ادارې د( ریسرچ اینډ اینا لایسس برخي )‌ سره وې .
هغه مهال سوشل میډیا نه وه ، او نه هم تلویزونونه او راډیو ګاني د نن په څېر فعاليوې .‌
په اخبارونو کې چې دا خبر راغلو په ټول پاکستان کې د شکرانې نفلونه وشول چې ګواکې (ملک) له یوه لوی مصیبت نه بچ شو .

د نهو(۹)‌ ځوانانو مړيد سیند ایالت په ټنډو پهاول  کليته راوړل شول . په کلي غوغا ګډه شوه او هري مور د خپل شهید زوی پر جنازه اوښکي تویولې .
په دغو بورو میندو کې یوه هم (مائي جندو) یعنيجندو مور وه چې دوه ځوانان زامن بهادر او منټار او یو ځوان زوم حاجي اکرم یې په وینو لړلي ورته پراته وو.
ټولو ښځو چیغي او کړیکيوهلې خو مائي جندو یوه اوښکه هم توی نه کړه .
جندو مور (۷۲) کلنه وه .

د سیند ایالت د ټنډو پهاول  کلياوسېدونکو پرېکړه وکړه چې ټول مړي په پټه خوله خاورو ته وسپارئ . کلیوالو پرېکړه وکړه چې دښمن ډېر ځواکمن دی او په ټول هیواد کې ددوی زامن ترهه ګر معغریفي کړي دي .

کله چې جنازې پورته کېدې ښځو پر مائي جندو غږ وکړ چې ته ولي نه ژاړې ایا ته پوهېږې چې ستاسو زامن او زوم بیګناه وو؟
مائي جندو ولاړه شوه او له سره یې پړونی کوز کړ او تر ملا یې وتاړه .‌ په لوړ اواز یې وویل :
زه به تر هغو ونه ژاړم چې تر څو مي د خپلو بچیانو د ناروا قتل غچ نه وياخیستی .
خلک حیران شول چې ۷۲ کلنه کلیواله بوډۍ به څنګه د ځواکمن پاکستاني پوځ نه غچ واخلي .
خو مائی جندو د لاس په اشاره د جنازې پورته کولو امر وکړ او دا نور په خپل خاورینه خونه ننوته .
هغه د سترګو په رپ کې د خونې نه رابهر شوه او کلیوالو ته یې په سیندي لحجه وویل :
زما کورته د فاتحې لپآره دراتګ تکلیف مه کوئ ،تر هغو چې ما خپل غچ نه وي اخیستی . بېرته لاړه .
کمزورې بوډۍ د جنازو سره هم مهاله د د سیند ایالت له ټنډو پهاول  کلي له لیري پرتې سیمي د احتجاج په موخه وخوځېده .
هغې خپل لمړنی احتجاج د ټنډو بهاولدین په کلي کې د جنګ اخبار چې د پوځ تر هدایت لاندي چلیږي ریکارډ کړ او د کراچي پر لور یې حرکت وکړ .
دې دوه نور زامن هم لرل چې دواړه یې اوږه په اوږه له ځان سره روان کړل او د پاکستاني پوځ خلاف یې د جنګ غږ اوچت کړ.

د جندو مور (مائي جندو) غږ دومره طاقت ور وو چې په لږ وخت کې د پوځي حکمرانانو سینې وشلولې او غږ یې د هغوی تر زړونو ورساوه .
میاشت لا نه وه پوره چې د همدغه ۱۹۹۲ کال د جولای میاشتي پر ۲۴ نېټه د پوځ د جنرال اصف نواز او د وخت د لمړيوزیر نوازشریف ترمنځ لیدنه وشوه ،او په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د ټنډو پهاول  د پېښي په تړاو دي پاکستانی میجر ارشد جمیل کورټمارشل شي یعني پوځي عدالت دي ورباندي پلی شي .
د هم دغه ۱۹۹۲ کال د اکتوبر میاشتي پر ۲۹ نېټه په کورټ مارشل کې میجر ارشد ته د اعدام حکم ورکړل شو او د هغه سره د ۱۳ پوځیان په ټول عمر بند محکوم شول .
په ۱۴ سپتمبر ۱۹۹۳ کې میجر ارشد جمیل د پوځ مشر ته د رحم اپیل وکړ خو هغه ونه مانه .‌
دا هغه وخت وو چې په سیند ایالت کې د جندو مور (مائي جندو) د یوې سیاسيزړورې څېرې بڼه خپله کړې وه .
داوخت د جندو مور (مائي جندو) عمر ۷۳ کاله وو خو د پاکستان ځواکمن پوځ یې سخت وېره ولی وو.
د جندو مور (مائي جندو) پر دې ناسته نه وه چې د زامنو قاتل ته یې د اعدام حکم ور اورول شوی ،بلکه د هغوی د ژر اعدام کیدو لپاره یې تحریک چلاوه .
په ۳۱ جولای ۱۹۹۵ کې صدر اعظم فاروق خان لغاريهم د د جندو مور (مائي جندو) له ویري د پوځيمیجر ارشد جمیل د رحم اپیل رد کړ خو د هغه د جزا د ځنډولو حکم یې وکړ .
که څه هم هغه وخت سوشل میډیا نه وه خو د جندو مور (مائي جندو) د تحریک نه پوځ په لړزه شو او هغې اوس پراخ تحریک ته لاس اچولی وو.
۱۱ سپتمبر ۱۹۹۶ کې چې کله د جندو مور (مائي جندو) مور بیا میدان ته راووتله نو د پوځ د طاقت دیوالونه ونړېدل او د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه سهار وختي زندان ته وروبلل شوه .
ددې د شتون په صورت کې د جابر او ظالم پوځ د میجر ارشد جمیل غاړي ته پړی واچول شو او جلاد د دار تخته کش کړه .
د جندو مور (مائي جندو) چې د خپلو شهیدو اولادونو غچ واخیست تر ښۍ سترګه یې یوه اوښکه راتوی شوه او د ټنډو بهاول کلي کې د خپلو شهیدانو د فاتحې مراسم جوړ کړل .
دا بوډۍ ته خدای پآک اوږد ژوند ورکړ او د سلو کلونو په عمر تېره ورځپه خپل کلي ټنډو بهاول کې د خپلو شهیدو بچیانو ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.

اوس د جندو مور په څېر د عليوزیر مور کۍ (وزیره مور) میدان ته راوتلې ،د خپلو ۱۳ شهیدانو حساب له پاکستاني ظالم ریاست نه غواړي او د خپل یوه زنداني بچي عليوزیر د خلاصون تحریک چلوي‌.
دا د پښتنې مور د غیرت چیغه ښايي پاکستانی ریاست کمزورې نه کړای شي .
دا چیغه به رنګ راوړي او هغه پوځیان به ارو مرو محاکمه کېږي چې د پښتنو ویني یې توی کړې دي .
البته پښتون قام ته په کار دي چې د مشر منظور پښتون تر مشري لاندي د وزیري مور غږ بدرګه کړي .

خبریال ډاټ کام اداره