fbpx

د پي ټي اېم تر شا څوک ولاړ دي؟

سميرا مومند چې لا ماشومه ده، دا وخت يې له همځولو سره د لوبو دى، د نانځکو د جوړولو دى او د خوشحاليو دى، خو هغه له تېر ډېر وخت راهيسې دا هر څه پرېښي او کار ته يې مخه کړې ده. هغه په خپل کور کې په د کاليو په زوړ ماشين د شاوخوا خلکو کالي ګنډي، خياطي کوي او لږې لږې روپۍ جمع کوي او له ځان سره يې خوندي ږدي. په دې دومره لږ عمر کې هغه دا پېسې د دې لپاره نه ساتي، چې سبا به پرې ځان ته ښه کالي واخلي، بلکې هغه په دې کوچنيوالي کې هم خپل ماشومتوب له دې امله پرېښى چې د خپل دردېدلي قام او ولس غم ورسره دى.

خلک خوشحالۍ کوي، خو هغه شپې روڼوي او د خلکو کالي ګنډي، يوه يوه روپۍ جمع کوي او په دې خاطر چې د پښتون قام او ولس په سخته ورځه کې پکار راشي، هغه تېر ماښام روژه په خوله د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور پرلت ته راځي، په داسې وخت کې په دغه پرلت کې ګډون کوي چې علي وزير او محسن داوړ د ظالم پاکستاني پوځ په ولقه کې دي، په پرلت کې د ناستو خلکو روحونو ته ساه ورپوکي او چيغه کوي، چې وخت به راځي……

هغه په يو نېم کال کې جمع کړې خپلې پنځوس زره روپۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ورکوي او وايي چې دا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره راوړي دي، هغه خياطه ده، خو خپله خياطي د پښتون قام د پرمختګ لپاره کوي، هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د بريا لپاره دا هر څه کوي او وايي چې پښتون ته ژوندون غواړو.

منظور پښتين او پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان ظالم او جابر پوځ ته په سترګو کې سترګې اچوي او له ګرېوانه يې رانيسي، نو د هغه تر شا هم همداسې پښتانه او پښتنې ولاړې دي. هغه چې د قام په ننګ راوتى دى، قام يې هم په ننګ ولاړ دى.

دا غورځنګ به بريالى کېږي، که نن علي وزير او محسن داوړ د ظالم پوځ په ولقه کې دي، سبا به له دغه پوځ سره د هر ظلم حساب کوي، د هر پښتون انتقام به ترې او د پښتنې خاورې د لويشت لويشت حساب به ورسره کوي.

يو شمېر خلک دا خبرې کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د احتجاجونو او جلسو لپاره پېسې څوک ورکوي؟ که څه هم دا خبره د غورځنګ مشر منظور پښتين بيا بيا کړې ده چې د دوى په جلسو او احتجاجونو دومره مصرف نه راځي چې دوى دې له چا پېسې وغواړي او کوم خلک چې په جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي، هغوى له دغه غورځنګ سره مرسته هم کوي، خو بيا هم د هغه خلکو لپاره دا يوه لويه بېلګه ده، چې په پښتون قام داسې وخت راغلى دى، چې ماشومان يې هم ځان له د کاليو اخيستلو پر ځاى هغه پېسې دغه غورځنګ ته ورکوي.

سميرا مومند تاريخ جوړ کړ، دا نجلۍ به د پښتنو په تاريخ کې يوه اتله وي، داسې اتله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بريا لپاره يې خپل ژوند پرېښى او د دغه غورځنګ د بريا لپاره يې په کوچني عمر کارونو ته لاس اچولى. د هغې دغه همت او مړانه به نورو پښتنو ته يوه بېلګه وي، د قوم د رابېدارولو لپاره به د ملالې ټپه وي او که خداى پاک کول نو پښتون قام به خپلواکي اخلي.

ليکوال : بريالى زمرى