fbpx

پاکستاني پوليسو د پي ټي اېم پر پرلت بريد کړى

په پېښور کې پاکستاني پوليسو د پېښور ژغورنې غورځنګ پر احتجاجي پرلت بريد کړى دى او ډېرى کسان يې سخت ټپيان کړي دي. خبريال ډاټ کام ته رسېدلي معلومات ښايي چې پوليسو په ډلييزه توګه په احتجاج کوونکو بريد کړى دى او سپين ږيري، ښځې او ان ماشومان يې هم وهلي دي.

په پېښور کې دغه سوله ييز پرلت هغه مهال پيل شو، کله چې په شمالي وزيرستان په خړ قمر کې پاکستاني پوځيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان وويشتل او ١٤ تنه يې پکې شهيدان او شاوخوا پنځوس تنه يې ټپيان کړل، تر هغه وروسته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ ونيول او تراوسه پورې د پوځيانو په ولکه کې دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان په پېښور کې په احتجاجي پرلت ناست دي، چې يو سوله ييز پرلت دى او د نورو خلکو په ګډون پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم ګډون کړى و، خو ويل کېږي چې نن هغه ولي باغ ته تللى و او د پوليسو د بريد پر مهال په پرلت کې نه و.

دغه پرلت چې په روژه کې پيل شوى و، د غورځنګ د مسوولينو په وينا، دوى به په اختر کې هم د شمالي وزيرستان د پېښې پر ضد او همدا راز د علي وزير او محسن داوړ د راخوشې کولو لپاره په پرلت ناست وي.

خبريال ډاټ کام ته له پرلت څخه يو تن وويل، چې پوليسو پر دوى له روژه ماتي وروسته بريد وکړ او په پرلت کې له ناستو خلکو سره يې سخت ظلم وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې وړانګې لوڼۍ چې له خبريال ډاټ کام سره يې خبرې کولې، وې ويل چې پوليس پرلت ته ورغلى او هلته يې دغه خلکو ته ويلي چې په پېښور کې ١٤٤ دفعه لګېدلې او تاسې نه شئ کولاى چې دلته احتجاج وکړئ. هغه وايي چې دغه دفعه دوى نن درې بجې لګولې او له هغه وروسته په احتجاج کوونکو سخت ظلم کړى دى.

وړانګې مخکې وويل چې د پرلت په ځاى کې ډېر بد حالت دى او پاکستاني پوځيانو ډېر ناروا ظلم کړى دى. نوموړې همدا راز وايي چې بې شمېره پلويان يې سخت زخميان شوي او يو شمېر پلويان يې پوليسو نيولي هم دي.

همدا راز منظور پښتين ويلي دي چې دوى به د پېښور پرلت په هېڅ حال ختم نه کړي او د اختر لمونځ به هم په همدغه پرلت کې کوي.

د يادونې وړ ده چې د منظور پښتين په وينا د پاکستان په ډېرو ښارونو او په ټوله نړۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر ضد باندې احتجاجونه روان دي.