fbpx

اېمل ولي خان: که پاکستان ظلمونه بس نه کړل، ورځې به يې کمې وي

د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اېمل ولي خان په پېښور کې د پاکستاني پوليسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پرلت بريد او ظلم په سختو ټکو وغنده او وې ويل چې که رياست دې کارونو ته همداسې دوام ورکړ، نو ياد دې ولري چې ورځې يې ډېرې لږې دي.

نوموړي په يوه خپره کړې ويډيو کې وويل، چې لومړى دوى هڅه کوله چې د شمالي وزيرستان په پېښه کې شهيدانو شوو ته پېسې ورکړي او هغوى په پېسو واخلي، خو پښتون ژغورنې غورځنګ ونه منله، نو اوس يې ورسره نور ظلمونه شروع کړل.

هغه وويل چې د پېښور پوليس د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته ورغلي، هغوى يې وهلي دي، د هغوى خېمې يې راغونډي کړي او زخمي کسان يې له ځان سره بيولي دي.

نوموړى وايي چې په سولييز ډول چې هر څوک خپل حق غواړي او له هغوى سره داسې ظلم کېږي، نو دا ډېره ناروا خبره ده، رياست ته پکار دي چې له دغه خلکو سره خبرې وکړي، خو دلته ظلم دپاسه ظلم کېږي او بيا چې څوک د ظلم پوښتنه کوي، نو له هغوى سره بيا هم ظلم کېږي.

ښاغلى اېمل ولي وايي چې که د رياست دا خيال وي چې په ظلمونو به زموږ خولې بندې کړي يا به پښتنو کې ويره پېدا کړي، نو دوى ته وايم چې موږ به خپله پوښتنه کوو، په هر حال به يې کوو او تشدد ته به هم لاس نه اچوو.

هغه وايي چې د رياست دا ظلمونه هېڅ کله هم پښتانه نه شي ويرولى او نه هم پښتانه له خپلو حقونو څخه په شا کولاى شي. نوموړي په پښتنو غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پلويانو سره اوږه په اوږه ودرېږي او د دې ظلم خلاف راووځي.

نوموړي همدا راز د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په ناستو پښتنو هم نيوکې وکړې او وې ويل چې دا د پوځ تالي څټي دي او دا پښتانه نه دي. هغه وويل چې که رياست دا کارونه بند نه کړي، نو دوى به سرکونو ته راووځي او رياست دې په ياد ولري چې د دوى ورځې کمې پاتې دي.

ياده دې وي چې نن د روژه ماتي پر مهال په پېښور کې پاکستاني پوليسو د پېښور ژغورنې غورځنګ پر احتجاجي پرلت بريد کړى دى او ډېرى کسان يې سخت ټپيان کړي دي. خبريال ډاټ کام ته رسېدلي معلومات ښايي چې پوليسو په ډلييزه توګه په احتجاج کوونکو بريد کړى دى او سپين ږيري، ښځې او ان ماشومان يې هم وهلي دي، همدا راز د دوى خېمې يې ټولې کړي او يو شمېر کسان يې له ځان سره هم بيولي دي.