fbpx

منظور پښتين: د اختر لمونځ به د پرلت ځاى کې کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي دي، چې په هر حالت به د اختر لمونځ د پېښور حيات اباد په هغه ځاى کې کوي، چرته چې له څو ورځو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو احتجاجي پرلت پيل کړى و او نن پاکستاني پوليسو پرې بريد وکړ.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو غږ کړى دى، چې که هر څه کېږي خو دوى به د اختر لمونځ په دغه پرلت کې کوي او له خلکو څخه يې هم غوښتنه کړې ده، چې د اختر په لمونځ کې ورسره ګډون وکړي.

د پېښور په حيات اباد کې وروسته له هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو احتجاجي پرلت پيل کړ، چې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو په بې وسلې احتجاج کوونکو ډزې وکړې او ١٤ کسان يې پکې شهيدان او له ٥٠ زيات يې ټپيان کړل. همدا راز پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ هم بې ګناه نيولي او تراوسه پورې د هغوى سره په بند کې دي.

وروسته له هغه د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د دغه پېښې پر ضد پراخ احتجاجونه پيل شول، چې پاکستاني پوليسو په بېلا بېلو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو په نيولو هم پيل وکړ. ځينې سرچينې وايي چې پاکستاني پوليسو په سوونو پښتانه زندانيان کړي دي.

د دوشنبې د روژه ماتي پر مهال پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور پر پرلت بريد وکړ، چې دغلته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان ووهل او ډېرى يې له ځان سره بيولي دي. په دغه پرلت کې پوليسو ډېرى سپين ږيري او ځوانان سخت وهلي دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، چې دغه مهال ولي باغ کې و، وروسته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پلويانو وغوښتل چې تشدد ته دې لاس نه اچوي او دوى به د اختر لمونځ هم د پرلت پر ځاى کې کوي. هغه وويل چې که هر څه کېږي خو پښتانه دې د پرلت ځاى ته د اختر د لمانځه لپاره ځانونه راورسوي.