fbpx

امنیتي ځواکونو په غور کې د طالبانو یو زندان مات کړی

خبریال وېبپاڼه / ۴ جون ۲۰۱۹- امنیتي چارواکي په غور ولایت کې د طالبانو له زندانه د ۹ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

له ملي دفاع وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان تېره شپه د یاد ولایت د پسابند ولسوالۍ په سربلاغ سیمه کې د کمانډو ځواکونو په یو یلړ ځانګړو عملیاتو کې راخوشې شوي دي.

دفاع وزارت په یاده خبرپاڼه کې د طالبانو پر زندانونو د ورته عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی.

له دې وړاندې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو بل زندان مات کړی و چې ۳۳ تنه زندانیان یې ترې ازاد کړي دي.

په ازاد شویو کسانو کې یو تن ملکی وګړی شامل و او پاتې ۳۲ تنه ټول یې د ملي اردو سرتېري دي چې ځیني د څلورو کلونو راهیسې د طالبانو سره په لاس کې و . خو اوس د اختر په خوښیو کې له کورنیو سره یو ځای شوي دي.

دغه راز څو ورځې وړاندې د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له بنده ۲۸ بندیان خوشي کړي وو، چې ۱۶ یې ولسي وګړي او ۱۲ نور امنیتي سرتېري و.

د یادولو ده یوناما هم څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبان په زندانونو کې نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کوي. خو طالبانو دغه ډول راپورونه رد کړي وو.