fbpx

علي وزیر د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول شوی

خبریال وېبپاڼه / ۴ جون ۲۰۱۹- په بنو کې دترهګرۍ د مخنیوي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر د پېښور مرکزي زندان ته لېږدولی دی.

د معلوماتو له مخې علي وزیر نن سې شنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په سختو امنیتي تدابېرو کې د ترهګرۍ مخنیوي محکمې ته لېږدول شوی و. چې د کوچني اختر د رخصتیو له امله د محکمې قاضي موجود نه و خو نورو مسوولینو علي وزیر د پېښور مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.

علي وزیر تر دې وړاندې د مۍ پر اته ویشتمه نېټه هغه وخت پاکستاني پوځیانو ونیوه کله چې د پي ټي ایم پر کاروان پاکستاني پوځیانو برید وکړ خو نن د جون په څلورمه یې بل زندان ته انتقال کړی دی.

پاکستاني پوځیانو تور لګولی و چې ګواکې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ په لسګونو کسانو د خړ کمر په سیمه کې په امنیتي پوستې ډزې کړي دي چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي دي. خو په ټولنیزو رسنیو دا سې یوه ویډیو خپره سوې چې پکې په ښکاره ډول ۍکاري د پي ټی ایم پر غړو ناڅاپه پوځیانو برید کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او محسن داوړ دواړو لا له وړاندې د پاکستاني پوځیانو دا ادعا رد کړې چې ګواکې لومړی په پوځیانو پی ټي برید کړی.

دغه راز پاکستاني حکومت هم داسې ښکاري چې د برید مسوولیت یې په غاړه احیستی دی ځکه اوس یې د هر شهید شوي غړي په سر یې ۲۵ لکه کلدارې کورنیو ته اعلان کړي خو پښتین پاکستاني حکومت ته په ځواب کې ویلي مونږ په پیسو نه غلي کېږو انصاف غواړو.

پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پي ټي ایم پر کاروان برید کې تر ۱۳ تنوشهیدان کړل دغه راز یې تر ۵۰ پورې نور فعالان ټپیان کړل.

په پاکستان او په ټوله نړۍ کې دا مهال د پي ټي ایم پر ملاتړ او د پوځ پر ضد لاریونونه روا دي تر څو پاکستانی ریاست نور له وحشت، ظلم تېر او انصاف وکړي.

د علي وزیر ترڅنګ محسن داوړ هم دامهال د پاکستاني حکومت سره په زندان کې پروت دی. محسن داوړ څو ورځې وړاندې په خپله خوښه پولیسو ته تسلیم شو اوس ځیني سرچیني وایې چې د پي ټي ایم ۱۹ تنه نور نیول شوي غړي له بنده ازاد شوي او نور به هم ډیر ژر خلاص شي.