fbpx

پاکستانی لوبغاړی په افغان ټیم کې

خبریال وېبپاڼه / ۴ جون ۲۰۱۹- افغان لوبغاړی محمد شهزاد محمدي له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږي دی له هغو لوبغاړو څخه دی چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې کور دی، که څه هم ډیری خلکو په شهزاد فشار راوړ چې کور راړي خو نوموړي تر اوسه دا کار ونکړ او په پټه د افغانستان په لوبډله کې لوبېږي.
خبریال ډاټ کام دا معلومات هم اخیستي چې مور او پلار یې د پاکستان هېواد پنحاب دي له کلونو راهیسې یې په پټه له افغانستات سره خیانت وکړ. شهزاد هغه لوبغاړی دی چې تل یې د پاکستان خلاف په لوبه کې سستي کړې کیچونه یې غورځولي دي. حتا په توپ وهنه کې هم هېڅ نه دي کړی. په تېر اسیا جام سیالیو کې هم افغانستان په وروستیو کې سیالي د ګټې په طرف روانه وه خو شهزاد محمدي کیچونه وغورځول او په وروستیو کې سیالي په روغ لاس وبایلله.دغه راز د روان نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې شهزاد د پاکستان خلاف سیالۍ کې نږدې دوه کیچونه او یو سټمپ ویکټ مېس کړه او پاکستاتي لوبغاړي یوې اوږدې ملګرتیا ته پرېښودل چې نږدې وه یوه ګټلې سیالي یې افغانستان ته بایللې وه داسې معلومات هم مونږ ترلاسه کړي چې په توپ وهنه کې د پاکستان په فشار او د هغوی په خوښه هیڅ لوبه ونکړه چې د توپ وهنې پر مهال یې لوبډله په نیمه کې پرېښوده.

د پاکستان ترڅنګ عمومآ په نړیوال جام کې شهزاد محمدي د افغانستان لپاره هېڅ نه دي کړي دی د اسټرالیا خلاف په صفر وسوځېد، نن د سریلانکا خلاف هم په ۷ منډو وسوځېد په نړیوال جام کې ویکټ ساتنه هم د کار نه ده مسلسل یې کیچونه وغورځول د فټنس له وجې نه دی برابر د کرکټ په دونیا کې تر ټولو ډېر وزن لري د ۲۰۰۹ کال راهیسې مسلسل ولوبېد هغه مهال بې بورډ د بدیل په تړاو ویلې چې بدیل یې نشته. خو اوس مهال په کتار ځوانان دې ته په انتظار دي چې د ملي لوبډلې ویکټ ساتنه وکړي خو شهزاد یې مخه نیولې. مونږ به درجنونه درجنونه لوبغاړی لرو خو شهزاد هغه څوک دی چې مخه یې نیولې ده. د ویکټ په ساتنه کې ښه بدیل ..اکرام علي خېل ، شفیق الله شفق، منیر احمد کاکړ دا هغه لوبغاړ دي چې د شهزاد ښه لوبېدی شي خو په ټیم کې ځای نشته………..
سرچینه وایې. شهزاد ځکه د افغانستان لپاره لوبه نه کوي هغه ته پاکستان مسلسل اخطارونه ورکوي . دوی شهزاد ته د اخطار په ډول وای که افغانستان ته ځې نو خپل جایداد، کور او له هرڅه به خلاس شئ. ځکه دلته شهزاد غلی دی چې د افغانستان د تابعیت ترڅنګ د پاکستان تابعیت هم لري.

هی ولسه څه موده وړاندې تاسې ټولو ولید چې شهزاد په پاکستان کې د بورډ له اجازې پرته په عادي عادي کلبونو کې ولوبېد محمدي د عادي لوبغاړو پر وړاندې سمه لوبه ونکړه د افغانستان نوم ته یې زیان او صدمه لا له وړاندې رسولې ده. اوس نو غواړي د پاکستان لپاره په نړیوال جام کې د افغانستان وضعیت له بدو بد تر کړي.

شهزاد په ملي لوبډله کې نور د زغملو نه دی.

لیکوال : رحمت زرمتی.