fbpx

موږ ۱۸۷ منډې نه شو پوره کولی نو څنګه به ۳۰۰ پوره کړو؟

خبریال وېبپاڼه / ۵ جون ۲۰۱۹- تېره شپه د نړیوال جام سیالیو په دوام افغان ملي لوبډلې سریلانکا لوبډلې ته ګټلې سیالي وبایلله په دې سیالۍ کې یو شمېر تېروتنې د لوبغاړو او د لوبډلمشر نایب له لورې تر سره شوې چې د سیالۍ په بایللو کې مهم رول ولوبوه.

دا لوبه په کاردیف نړیوال لوبغالي کې له غرمې راهیسې پیل شوې وه چې د شپې پر مهال د سریلانکا په ګټه پای ته ورسېده . په دې سیالۍ کې عمده لویې لویې تېروتنې تر سره شوې .

په دې لوبه کې پچه افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په ټوله کې د نړیوال جام سیالیو په دوام لاهم افغان لوبغاړو په خپل مسوولیت توپ وهنه نه ده کړې ځکه د بریا ته د نږدې کېدو پر وخت افغان لوبغاړي د ویرې او فشار لاندې وي چې ډېر ژر سوځېږي. د مبصرینو پر وینا ډېری افغان لوبغاړي د ځان لپاره لوبه کوي نه د ټیم لپاره.

کله چې یو لوبډلمشر پچه ګټي د خپل ټیم په لوبغاړو باندې پوره باور لري چې د هدف په پوره کولو کې څنګه تجربه لري او څنکه کولی شي چې تر ۳۰۰ کمو زیات هدف ورکړي او هم هدف ترلاسه کړي بیا نو لوبډلمشر پرېکړه کوي.

په عمومي توګه په پیل کې افغان توپ اچونکو ښه لوبه ونکړه د لوبې په منځ کې د محمد نبي ښې توپ اچونې سریلانکایان له لوی هدف څخه را وګرځول خو د باران ورېدو له امله د هغې لوبډلې نهه اورونه کم شمول او ۲۰۱ منډې جوړ کړې چې ای سي سي د ډي ایل میتود له وجې په ۴۱ اورنو کې د ۱۸۷ منډو هدف افغانستان ته وټاکه چې يه ځواب کې افغانستان پاتې راغله.

دا هدف ډېر کوچنی و ژر پوره کېدونکی و خو د افغان لوبغاړو د توپ وهنې د پیل په سم ډول نه و حضرت ځاځی نسبت ښه و خو محمد شهزاد په مسلسل ډول په وروستیو لوبو کې د چټکو توپ اچونکو له ویرې سوځېږي د ده یوه کمزورې نقطه هم همدغه ده چې له ډاره ویکټ له لاسه ورکوي او په لوبډله یو ستر فشار واردوي.

شهزاد په وروستیو سیالیو کې په نورو لوبغاړو فریشر اچولي دی. د ماتو یوازینی لامل په سمه توګه توپ وهنه نه کول لوبغاړي خپل مسوولیت نه پېژني دغه راز د پیل جوړه مو په سمه توګه لوبه نه کوي او په ټوله لوبډله سخت فشار راولي.

د لوبډلمشر د تېروتنو له لورې یوه داهم ده چې شهزاد په مسلسله توګه لوبوي نن باید د شهزاد پر ځای بل لوبغاړی لوبېدلی و ښه بدیل یې شفیق الله شفق، اکرام علي خېل او نور ورته لوبغاړي دي خو له بده مرغه هغه لا په افغانستان کې شتون نه لري او هیڅ ډول به ونه لوبول شی مونږ به بیاهم د شهزاد تېروتنې تېروو.

په ټوله کې لوبډله د یو سخت فشار سره مخ ده محمد شهزاد محمدي ځیني سرچیني وایې د پاکستانی د او له ضده افغانستان ته سیالۍ بایللي په دې اړه ډېر حقیقت شته ……