fbpx

پښتانه به له پاکستانه خپلواکي واخلي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مبارزو وروسته، اوس چې پاکستاني پوځ خپل ظلمونه تر حده زيات کړي دي، ايا پښتانه به له پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه کړي؟ ځکه حالات يو ځل بيا داسې راغلي دي چې بايد پاکستان مات او پښتانه خپلواک شي.

د پاکستان له جوړېدو څو کلونه وروسته دوه انګرېزي ليکوالو د پاکستان په اړه يو کتاب ليکلى و، چې په هغه کتاب کې يې دا يادونه کړې وه، چې پاکستان به په راتلونکو پنځوس کلونو کې ټوټې شي او دا بيا ټولې نړۍ وليدل چې نيم پاکستان، يعنې بنګاليانو له پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه او د بنګله دېش په نوم نوى هېواد جوړ شو.

د دې خبرې پيل له هغه وشو، کله چې په ١٩٧٠ کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې او د شېخ مجيب الرحمان ګوند پکې اکثريت ترلاسه کړ، د هغه له اکثريت ترلاسه کولو وروسته پاکستاني پوځ او ضيا الحق بهټو پرېکړه وکړه چې دوى ته به حکومت نه ورکوي او شېخ مجيب الرحمان ويل چې دوى ټاکنې ګټلي دي، نو حکومت دې ده ته ورکړل شي.

حالات ورځ تر بلې خرابېده او اخر هم پاکستاني پوځ شېخ مجيب الرحمان زندان ته ولېږه، بلخوا پاکستاني پوځ په بنګال کې د بنګاليانو پر ضد عمليات پيل کړل او همدا راز د البدر او الشمس په نوم يې دوه ترهګريز تنظيمونه جوړ کړل او بنګال ته يې ولېږل. دوى هلته د بنګاليانو ټولوژنه پيل کړه، د هغوى مشران، ليکوالان، پوهان، روښانفکران، استادان، ځوانان، هېڅ څوک يې پرې نه ښودل او هر څوک به يې وژل. ويل کېږي چې په لکونو بنګالۍ ښځو سره د پاکستان پوځ، البدر او الشمس تنظيمونو جنسي تېرى وکړ. دوى ماشومان ووژل، ښځې يې ووژلې او لويه تباهي يې پيل کړه.

د دوى پر ضد بنګاليانو وسله پورته کړه او جنګ يې پيل کړ، د پاکستان او بنګاليانو دغه جنګ چې د ١٩٧١ په مارچ کې پيل شوى و د همدغه کال په دسمبر کې پاى ته ورسېد او په نتيجه کې يې يو نوى هېواد د بنګله دېش په نوم رامنځ ته شو. په دغه جنګ کې تر ٩٠ زره زياتو پاکستاني پوځيانو وسله وغورځوله او دا د نړۍ لومړى پوځ و چې په دومره لويه کچه يې وسله په ځمکه کېښوده او تسليم شول.

اوس راځو او د پښتون ژغورنې غورځنګ او په پاکستان کې د پښتنو حالت ته ګورو، هماغه ډول پښتانه هم د خپلو حقونو لپاره په پاکستان کې مبارزه کوي خو د حقونو پر ځاى ورسره د پاکستان پوځ او رياست لا ډېر ظلمونه کوي. د پښتنو په سيمو کې پاکستاني پوځ يو شمېر عمليات وکړل، چې په دغه عملياتو کې يې د ترهګرو پر ځاى پښتانه وځپل، مشران، ځوانان، ښځې او ماشومان يې ورووژل، له ښځو سره يې زياتى وکړ، کورونه يې ورته وران کړل، کاروبارونه يې ورته تباه کړل او تر دې پورې چې له خپلو سيمو يې وويستل او په نورو ځايونو کې يې کډوال کړل.

له هغه وروسته هم د پاکستان پوځ د پښتنو سيمې ټولې پوستې پوستې کړې او د دوى لپاره يې ځانګړي کارټونه جوړ کړل، چې بېخي لکه د زندان غوندې ژوند يې ورته ورکړ، تر دې هر څه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ راپېدا شو، چې منظور پښتين يې مشري کوله او وروسته پکې علي وزير او محسن داوړ هم د سر سړي شو.

د دغه ټولو ظلمونو پر وړاندې د دوى جلسې ورځ تر بلې لويېدې او په هر ښار کې يې د دغه ظلمونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړ او ځان ته يې د ژوند حق وغوښت، خو په ځاى د دې چې پاکستان ورته د ژوند حق ورکړي، هغوى پرې بلها ډېر تورونه ولګول، پاکستاني رسنيو باندې يې د دوى غږ بند کړ او هر څه چې يې له وسه کېدل، هغه ټول يې ورسره ورکړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلويانو ته د مرګ ګواښونه وشول، هغوى ونيول شول، خو په دې هر څه چې هم ونه شوه نو بيا يې په شمالي وزيرستان کې د پي ټي ايم په پلويانو او مشرانو مخامخ ډزې وکړې او ١٤ کسان يې پکې شهيدان کړل، همدا راز په ژوب کې يې ارمان لوڼي مخامخ وويشت او په شهادت يې ورساوه. له هغه وروسته يې بيا د پښتنو مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ بې ګناه ونيول او پوځ له ځان سره وساتل. همدا راز د اختر په شپه، د روژه ماتي پر مهال يې په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر احتجاجي پرلت بريد وکړ او لسګونه کسان يې ووهل او بنديان يې کړل.

لکه څنګه چې په بنګال کې د بنګاليانو ټولوژنه روانه وه، همداسې په پاکستان کې اوس د پښتنو ټولوژنه روانه ده او په هېڅ حالت پاکستانى پوځ او رياست نه غواړي چې دې خلکو ته د ژوند کولو حق ورکړي، دا هماغسې حالت دى لکه څنګه چې په بنګال کې روان و او بنګاليانو بيا خپلواکي ترلاسه کړه، که پښتانه د خپلواکۍ لپاره راووځي نو په بنګال کې خو نوي زره پاکستانيان پوځيان تسليم شوي و، دلته به د پاکستان ټول پوځ تسليمېږي، وجه يې دا ده چې پښتنو تراوسه پورې پاکستان ته خپل زور نه دى ښوودلى او يوازې په سووليز ډول مبارزې ته يې دوام ورکړى دى.

يو ځل بيا د هغه دوه انګرېزانو خبره، چې ويلي يې و پاکستان به ژر ټوټې ټوټې شي، په دويم ځل هم رښتيا کېدونکې ده، ځکه چې پاکستان له پښتنو سره کوم ظلم و تشدد روان کړى دى، د دې وروستۍ پايله خپلواکي ده، تېره ورځ منظور پښتين هم په خپلو خبرو کې ويلي و چې روڼ سحر راروان دى او دا تيارې ختمېږي او ډېر ژر به پښتانه وويني چې په خپله خاوره خپلواک ژوند وکړي.

ليکوال : بريالى زمرى