fbpx

په بلوچستان کې یوې چاودنې دوه پاکستاني سرتېري هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه / ۶ جون ۲۰۱۹ – نن د پاکستان د بلوچستان ایالت دهرنایې په سیمه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې دوه پاکستاني سرتېري هلاک کړي.

پاکستاني چارواکو دا پېښه تایید کړې او ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د هرنايي د خوست په سیمه کې له یو خوړ څخه په یو موټر کې اوبه خپلې سیمې ته وړلې چې ماین پرې وچاودېده او له منځه ولاړ.

د دغې چاودنې وروسته سمدستي نور پاکستاني پوځیان سیمي ته رسېدلی او سیمه یې کنټرول کړې ده دوی وایې ممکن د چاودنې ترڅنګ دلته وسله وال هم شتون ولري .

د دغې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې لا په غاړه نه دی اخیستی .خو په بلوچستان کې وخت ناوخت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له لورې په پاکستاني پوځیانو بریدونه کېږي. چې ښایې د دې برید پړه هم ومني.

په دې وروستیو کې په پاکستاني پوځیانو مسلسل وسله وال بریدونه او چاودنې کېږي چې د پاکستاني چارواکو په ګډون پکې ګڼ شمېر پوځیان هلاک کېږی.

څه وخت وړاندې هم د کوټې د سټلایټ په ټاون کې د پولیسو پر یو موټر برید شوی و چې په نتیجه کې څلور تنه پاکستاني پولیس هلاک شوي وو.

ددغه پېښې نه دوه ورځې وړاندې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې هم وسله والو په یو هوټل باندې وسله والو برید وکړ چې په پایله کې پنځه تنه ووژل شو دغه راز یې شپږ نور ټپیان کړل.