fbpx

محسن داوړ هم د پېښور مرکزي زندان ته ولېږدول شو

خبریال وېبپاڼه / ۷ جون ۲۰۱۹ – په پاکستان هېواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې د علي وزیر وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر محسن داوړ هم د پېښور مرکزي زندان ته واچوه.

پر محسن داوړ تور لګېدلی وو چې په تېره میاشت کې د شمالی وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی وو چې پکې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي وو دغه راز یې د پاکستان ریاست پر ضد احتجاجونه هم کول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ بیا پر وخت د پاکستاني پوځیانو دا تورونه بې بنسټه وبلل چې ګواکې پي ټي ایم پر پوځیانو برید کړی دی. محسن داوړ وایې په خړ کمر سیمه کې پاکستاني پوځیانو د پي ټي ایم د احجاج په کاروان برید وکړ چې په نتیجه کې ۱۳ تنه د پي ټي ایم غړي شهیدان او تر ۵۰ پورې نور پکې ټپیان شو.

محسن داوړ وروسته له هغې ځان پاکستاني پولیسو ته تسلیم کړ کله چې علي وزیر پوځیانو زندان ته داخل کړ محسن د دې لپاره ځان تسلیم کړی و چې د اختر شپې او ورځې وې تر څو ولس له ناسم برخلیک سره مخ نه شي نوموړي هماغه وخت ویلي وو د راتګ سره سم به بیا ځلي مبارزې ته دوام ورکړي.

خو نن د جمعې په ورځ محسن داوړ د اته ورځو زنداني کېدلو وروسته په بنو کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پېښور مرکزي زندان ته ولېږدوه او بیا به هم د جون پر ۱۹ محکمې ته وړاندې شي.

د خړ کمر په پېښه کې تر دې وړاندې د پي ټي ایم بل مخکښ مشر علي وزیر هم پولیسو نیولی اؤ دامهال دپېښور په مرکزي زندان کې پروت دی ځیني سرچیني وایې په هغه په لومړیو کې تشدد هم شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنک د مشر منظور پښتین په غوښتنه د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پاکستاني پوځ پر ضد لاریونونه روان دي تر څو پښتنو ته عدالت او انصاف وغواي دوی د علي وزیر او محسن داوړ د راخوشې کولو په هڅه کې هم دي.

د یادولو ده په پاکستان کې زیاترو سیاسي ګوندونو د خړ کمر پېښه غندلې او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د پي‌ ټي‌ ایم سره باید ټولې کړندط د خبرو له لارې هوارې کړل شي نه د جګړو.