fbpx

له ده يک وروسته خواجه عمري ولسوالي هم افغان ځواکونو ونيوله

خبریال وېبپاڼه / ۷ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان ملي دفاع وزارت وایې، افغان ځواکونو بېرته له طالبانو د غزني خواجه عمري ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه نیولې دی.

دفاع وزارت وایې نن سهار په ځانګړي پلان سره یاد عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له لورې ترسره شوي دي. په همدې حال کې د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد هم په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی دی چې افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو وروسته د غزني خواجه عمري ولسوالۍ نیولې ده.

د غزني والي ویاند عارف نوري هم په یو غږیز کلېپ کې د ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړی او ویلي دي چې له وسله والو طالبانو سره له لنډې جګړې وروسته افغان ځواکونه په دې بریالي شوي چې د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز ونیسي.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د خواجه عمري د ولسوالۍ د نیولو د ادعا په اړه تبصره نه ده کړي ښایې طالبان هم خپل دریځ روښانه کړي
.
دفاع وزارت هم منلې وه چې وسله والو طالبانو له نن څخه دولس میاشتې وړاندې دا ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه خو اوس نږدې ده چې په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شي.

په دې ولسوالۍ د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په اړه لا څه نه دي ویل شوي چې کوم لوری به تلفات لري خو دا به وروسته معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت هم ویلي و، چې ټولې هغه سیمې به بېرته ونیسي چې اوس د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.