fbpx

د ټاکنو لپاره نن په ټول هېواد کې نوم لیکنه پیلېږي

خبریال وېبپاڼه / ۸ جون ۲۰۱۹ – د راتلونکو ټاکنو لپاره نن د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې تقویتي او په غزني ولایت کې بیا عمومي نوم لیکنه پیلېږي.

د معلوماتو له مخې دا ځل به هغه کسان نوم لیکنه کوي، چې سږ کال یې قانوني عمر پوره کړی، هېواد ته نوي را ستانه شوي او یا یې هم د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه نه وي کړې. د کمیسیون پر وینا دغه نوم لیکنه به نن پیل شي او د چنګاښ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د نوم لیکنې لپاره پوره چمتوالی لري او نیږدې اتیا سلنه اړین مواد ولایتونو ته رسېدلي دي. دغه کمیسیون زیاتوي، له غزني ولایت پرته تېر کال نهه میلیونه او پنځه سوه زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون په مخه نوم لیکنه کړې وه.

په ورته وخت کې تېره ورځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره سم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، لاهم نړېوالې ټولنې د انتخاباتو بودجه د دوی په واک کې نه ده ورکړې.

کمېسیون زیاتوي د ټاکنو د امنیت خوندیتوب، د معیارونو بشپړول، ظرفیت جوړونه او په ټاکلي وخت د موادو انتقال د نړېوالې ټولنې له لوري له مهو شرایطو دي. د دوی پر وینا خو په اوسنیو شرایطو کې د یو شمېر دغو غوښتنو عملي کول نا ممکن دي.

دغه راز د کمیسیون مسوولین د بودجې ترڅنګ ناامني هم د کمېسیون د کارونو په مخ کې لوی خنډونه جوړ کړي. دغه کمېسیون وايي، نړېوالې ټولنې ته دا ډاډ نه شي ورکولی چې په ټولو مرکزونو کې به انتخابات ترسره کړي