fbpx

پاکستان د پي ټي ایم تورنولو لپاره خپل پوځیان ووژل

خبریال وېبپاڼه / ۸ جون ۲۰۱۹ – تېره ورځ د پاکستان په شمالي وزیریستان کې پر یوې بمې چاودنه کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شو. چې د دغې پېښې پړه پاکستاني حکومت پر محسن داوړ او علي وزیر ور واړوله.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایې د پاکستاني ریاست څخه وار پار خطا شوی دی چې د ترهګرو د ختمولو پر ځای د پي ټي ایم د غړو په زورولو، نیولو او وژلو ته یې سم کار ویلی دی خو دوی وایې مونږ به هېح حوصله ونه بایلو او مبارزې ته به دواو ورکړو.

تېره ورځ د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په موټر بمي برید وشو چې په نتیجه کې د پوځ درې لوړ رتبه افسران هلاک او څلور نور ټپیان شو چې همدغې پېښې ته پاکستانی ریاست بل رنګ ورکړ ویل کېږي وژل شوي افسران هغه و چې څه وخت وړاندې پر پي ټي ایم برید کړی وو.

د سرچینو پر وینا پاکستاني ریاست په خپله په دې پوځیانو برید وکړ چې پړه یې هم پر پي ټي ایم واچوله دا هغه پوځیان و چې څه وخت وړاندې د پي ټي ایم پر احتجاجي کاروان برید کړی وو.

له دې وړاندې د مۍ پر ۲۴ مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پي ټي ایم پر مخکښو غړو د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون یې په ملګرو پاکستاني پوځیانو تور پورې کړی وو چې ګواکې د پوځیانو پر پوسته یې برید کړی وو او پنځه تنه سرتېري یې وژلي دی.

خو محسن داوړ او علي وزیر دا تورونه بې بنسټه وبلل او رسنیو ته یې وویل چې دوی په پوځیانو برید نه دی کړی بلکې پوځیانو د پي ټي ایم پر کاروان برید کړی وو چې په پایله کې د پي ټي ایم تر ۱۳ تنو پورې غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور یې ټپیان کړل.

اوس پاکستاني چارواکو تور پورې کړی دی چې د تېرې ورځې د پوځیانو د وژل کېدلو پړه په محسن داوړ ،علي وزیر او دهغوی په ډله راځي . ځکه پخوایې د عملیاتو مخه نیولې او دلته ترهکریزې ډلې د پي ټي ایم پر مرسته پټې پاتې شوي دي.

د پي ټي ایم مخکښې غړې ثناء اعجاز بیا په ځواب کې ورته ویلي د پاکستاني ریاست څخه وار پار خطا شوی دی د دې پر ځای چې ترهګر ختم کړي دوی کله د پي‌ ټي ایم فعالین وژني،کله ورته قضې جوړوي او په زیاته اندازه یې زندانونو ته اچوي.

اوس مهال د پي ټي ایم دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داړ دواړه د پاکستاني پوځیانو په بند کې محکوم دي دواړه د خړ کمر پېښې وروسته نیول شوي دي. علي وزیر پوځیانو نیولی وو او محسن داوړ په خپله پاکستاني پوځیانو ته ځان تسلیم کړی دی.

محسن داوړ او علي وزیر په شمالي وزیرستان کې د لومړنی زندان وروسته د پېښور لوی مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې په علي وزیر سخت تشدد شوی دی او ښایې په محسن داوړ هم شوی وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پاکستانی ریاست ظالم بللی او ویلي دي چې پوځیان په مسلسله توګه د پي ټي ایم فعالین له منځه وړي په دې ډول غواړي چې د غورځنګ غږ چوپ کړي خو د ده پر وینا په هېڅ ډول به غورځنګ وروسته رانه شي.