fbpx

په وزیرستان کې یو ځل بیا دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېبپاڼه / ۸ جون ۲۰۱۹ – نن یو ځل بیا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټرچاودنه شوي چې په نتیجه کې دوه پوځیان هلاک شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني چارواکو پر وینا دا چاودنه د شمالي وزیرستان په بویا دیګان سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې دا سرتیري په سړک روان وو چې په نتیجه کې دوه سرتېري هلاک او درې ټپیان شو.

د د غې پېښې وروسته سمدستي پاکستاني ځواکونه سیمه ته رسېدلي دي او پلټنې پیل کړی خو کومه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.له دې یوه ورځ وړاندې هم په پاکستاني ځواکونو ورته برید وشو او تر څلورو پورې پوځیان پکې هلاک شوي وو.

د دغې پېښې پړه د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده او په خپل یو بیان کې ګواښ کړی چې د خپل غچ اخستلو لړۍ به دوامداره ساتي.

په ورته وخت کې د تېرې پېښې پړه پاکستاني حکومت پر محسن داوړ او علي وزیر ور واړولې وه. خو په څنګ کې پاکستاني وسله والو طالبانو هم د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.

د سرچینو پر وینا پاکستاني ریاست په خپله د پوځیانو په وژنه پیل کړی دی چې پړه یې هم پر پي ټي ایم ور اړوي د تېرې پېښې هلاک شوي پوځیان هغه وو چې څه وخت وړاندې د پي ټي ایم پر احتجاجي کاروان برید کړی وو.

پاکستان د پي ټي ایم تورنولو لپاره خپل پوځیان ووژل