fbpx

د ماشومانو په روزنه کې د لوستې مور تاثير

خبریال وېبپاڼه / ۸ جون ۲۰۱۹ – ناپلیون ویلی، یوه تربیه شوې مور راکړه او تربیه شوی کس را نه واخله.
په کورنۍ کې تر ټولو لومړی مور د ماشومانو د پالنې او روزنې مسوولیت په غاړه لري چې د یوه هیواد د راتلونکې لپاره څنګه ښه او پوه نسل وروزي او هغه وخت به موږ د یوه ښه او روښانه نسل شاهدان یو چې میندې مو لوستې وي او وکولای شي کورنۍ او اولادونه ښه رهبري کړي.
د انسان لپاره لومړنی ښوونځی د مور غېږه ده، که د ماشوم مور لوستې وي، نو د سبا ورځې لپاره مو ماشومان ښه ښوونه او روزنه ترلاسه کولی شي.
کله چې مور لوستي وي نو خپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره لاندې ګټې لرلی شي:
-مور د ماشومانو لپاره ښه ښوونکې ده، که یوه مور لوستې واوسي نو له خپلو اولادونوسره د هغوی په درسونو، روغتیا، ښوونې او روزنې او د ژوند په نورو برخو کې ښه مرسته کولای شي، په افغاني ټولنه کې د کور د ګټې وټې مسوولیت د نارینه په غاړه وي او ډیر وخت له کوره بهر په کار پسې تیروي نو که د ماشوم مور نالوستي وي ماشومان به یې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
-که یوه ښځه لوستې وي د ماشومانو د ښې روزنې ترڅنګ کولای شي د کورنۍ په اقتصاد کې رغنده رول ولوبي او د مېړه، پلار او ورور سره د فقر په کمولو کې ونډه واخلي.
-لوستې ښځې کور د خوشالۍ او او سولې په چاپیریال بدلولای شي، همدارنګه د کور نظم او مالي چارې په ښه ډول رهبري کولی شي.
-که یوه ښځه لوستې وي د هیواد په ټولو سیاسي، نظامي فرهنګي او اقتصادي چارو کې برخه اخستلی شي.
-همدارنګه که یوه ښځه لوستې وي په ګډ ژوند کې له خاوند سره یې ستونزې او ټکرونه ډیر کم رامنځ ته کیږي، ځکه چې دواړه لوري پر دې پوهیږي چې د مقابل شخص غوښتنې او حقوق څه دي.
الله تعالی ټول انسانان په یو ډول پیدا کړي نو ښځه هم لکه نارینه باید ټول مدني حقونه ولري، که یوې ښځې ته زمینه برابره شي نو هغه ټولې وړتیاوې لري چې یو نارینه یې لري، یو ملت ترهغې پرمختګ نه شي کولای چې د ټولنې نیمه برخه یې فلج وي نو په اوسنیو شرایطو کې یوې ښې او روغې ټولنې لپاره د نجونو زده کړه ضروري او لازمي ګڼل کیږي.
بدبختانه زموږ په هیواد کې اوس هم د فرهنګي او دودیزو ستونزو له امله ډیر خلک د نجونو زده کړو ته زړه نه ښه کوي، فکر کوي ښځه باید تل په کور کې وي، د نجونو تعلیم او پرمختګ ورته ننګ او غیرت ښکاري، ما په یو ځای کې لوستي و چې (هغه ملتونه ډیر خوشبخته دي چې ښځې یې ورځپاڼې لولي)
نو زه له هغو کسانو څخه پوښتنه کوم چې ستاسو مور، خور، لور او مېرمن که لوستې وي، ماشومان مو ښه وروزي، د کور چارې مو ښې سنبال کړي، نو نجونې تعلیم ته نه پریښودل او هغوی له دې حقه محرومول کوم ننګ او غیرت دی چې موږ د خپلې خور هیلې په اوبو لاهو کړو، د پرمختګ له کاروانه یې شاته پریږدو او بیا له ځان سره ووایو چې موږ ډیر غیرتي خلک یو چې په خور مو تعلیم نه کوو.
زده کړه د بشر د پرمختګ لپاره مهم عنصر دی چې ټول انسانان باید ترې یو ډول ګټه واخلي، یو هیواد تر هغې پرمختګ نه شي کولای چې ښځې بې سواده وي، موږ د یوه ودان او آباد هیواد او روښانه راتلوونکې لپاره لوستو میندو ته اړتیا لرو.
د افغانستان ټول وګړي د قانون له مخې مساوي حقونه لري نو په دې خاطر باید ټولو ښځینه وو ته د تعلیم حق ورکړل شي، په دې برخه کې کورنۍ او دولت د نجونو په باسواده کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او همکاري وکړي او پرې نه ږدي چې د ناوړه دودونو او بې ځایه غیرت په خاطر د ټولنې نیمایي نفوس په غربت او تیارې کې ژوند وکړي.
ليکوال: حسيب الله امرخېل