fbpx

ټپي راشد خان بالېنګ ته را ښکته نه شو

خبریال وېبپاڼه / ۸ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان د کرکټ لوبډلې ورو توپ اچوونکى راشد خان د توپ وهنې پر مهال ټپي شو او توپ اچوونې ته هم را ښکته نه شو. راشد د نيوزلنډ د تېز توپ ويشونکي لوکي فرېګسن په توپ په سر ولګېد او له ميدانه په داسې حال کې ووت چې وضېعت يې ښه نه و.
راشد توپ اچوونې ته هم را ښکته نه شو او د تلويزون پر سکرين يې ښود چې حالت يې ښه نه دى.
د نوموړي پر ځاى رحمت شاه ته توپ ورکړل شوى و چې د راشد اورونه ولوبوي او د نوموړي تشه ډکه کړي.
راشد د افغان کرکټ لوبډلې يو مهم او ځلېدلى لوبغاړى دى چې د افغانستان د ملي لوبډلې په ډېرو برياوو کې يې مهمه ونډه درلوده، خو که چېرې د نوموړي ټپ ژور وي او په راتلونکو لوبو کې له افغان لوبډلې سره و نه لوبېږي، دا به دويم مهم لوبغاړى وي چې له محمد شهزاد وروسته يې افغان لوبډله له لاسه ورکوي.

Your SEO optimized title page contents