fbpx

نیوزیلینډ په آسانۍ سره افغانستان ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ – په نړیوال جام کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې برخه لا هم د ناکامۍ په لور روانه ده.

افغانستان توپ وهونکو ونه شو کولی چې د نیوزیلینډي توپ اچوونکو په وړاندې ټاکلي پنځوس اورونه ولوبوي او ټوله لوبډله په ۴۲م اور کې په ۱۷۲ منډو را ټوله شوه.

د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ په لوبه کې ټاس/پچه نیوزیلینډ وګټله او لومړۍ یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لخوا دواړو پیلوونکو توپ وهونکو نورعلي ځدراڼ او حضرت الله ځاځي ښکلی او په زړه پورې پیل ورکړ او په لومړیو لس اورونو کې یې ۶۶ منډې ملګرتیا وکړه او دا څلورم ځل ؤ چې افغانستان د پول میمبر لوبډلې خلاف په لومړیو لس اورونو کې زیاتې منډې جوړوي؛ خو وروسته افغانستان په ۶۶ منډو کې درې لوبغاړي لۀ لاسه ورکړل.

د افغانستان له لوري یوازینی توپ وهونکی حشمت الله شهیدي ؤ چې په نیمه سلیزې جوړولو وتوانید او ۵۹ منډې یې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لخوا په توپ اچونه کې فرګوسن (۴) او جیمی نیشام(۵) ویکټې ترلاسه کړې.

د نیوزیلینډ لخوا ټاکل شوی هدف په آسانۍ سره د درې لوبغاړو په سوځیدو په ۳۳م اور کې ترلاسه او په ۷ ویکټو یې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د نیوزیلینډ لخوا په توپ وهنه کې د لوبډلمشر کین ویلیمسن (۷۹) او روز ټایلر (۴۸) زیاتې منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې افتاب عالم درې لوبغاړي وسوځول.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان پرله پسې دریمه ماتئ او د نیوزیلینډ پرله پسې دریمه بریا وه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به راتلوونکي سیالي د جون په پنځلسمه نيټه د سویلي افریقا خلاف د افغانستان په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د انګلیستان په کارډیف لوبغالي کې ترسره کړي.

عزیزالله عزیزي