fbpx

منظور پښتین: سحر را روان دی

خبریال وېبپاڼه/ ۹ جون ۲۰۱۹ـ په داسې حال کې چې پاکستاني پوځیانو د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره په تېره یوه میاشت کې له تشدده ډک چلند وکړ، د دې غورځنګ ډېر غړي یې شهیدان او زخمیان کړل او د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون یې ډېر نور پښتانه مبارزین زندان ته ولېږل، د دې غورځنګ مشر منظور پښتین پښتنو ته زېری ورکوي چې دا تورې شپې تېرېږي او سحر را روان دی.

نوموړی وايي، د سحر د راتلو لپاره به په خوږه او پر امنه طریقه کار کوي او داسې یو سحر به راځي چې پښتنو ته به د خپلو وسایلو اختیار ور کول کېږي او هغه مسافر چې په نورو سیمو کې د غلامۍ ژوند تېروي، په اتڼ او ګډا به خپلو سیمو ته راځي.

منظور زیاتوي، قربانۍ به ورکوو، په سر ورته ولاړ یوو او تر نورو مخکې به دې قربانۍ ته مشران ولاړ وي. که په دې ورځو کې د پښتنو ځوانان شهیدان شوي، مشران مو هم په جېلونو کې پراته دي او د پاکستاني پوځ تشدد زغمي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ دا مشر وايي، د پښتنو مشران هغه نه دي چې ځان ژغوري او قام د بلا خولې ته ورکوي، موږ قربانۍ ورکړي، بیا یې هم ورکوو او مقصد مو د پښتون وطن داسې ترقي او خوشالي ده چې دا هر څه د پښتنو په خپل لاس کې وي.

منظور پښتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پاکستاني پوځ په پښتون ژغورنې غورځنګ فشارونه ډېر کړي دي او د دې پر ځای چې د پښتنو ستونزې حل کړي، دوی غواړي د غورځنګ د فعالیتونو مخه ونیسي، خو منظور په خپله هره مرکه دا خبره کړې ده چې تر هغو یې د پښتنو حقونو تر لاسه کړي نه وي، یو قدم به هم شا ته نه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لویې غوښتنې دا دي چې پاکستان دې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ تجارت او له پښتنو سره روان ظلمونه پای ته ورسوي.