fbpx

هم شرم دی، هم ظلم دی!

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ – په داسې یو هیواد کې چې له ولسمشر تر ولسکشر هیڅ کس خپل مسولیت نه دی پېژندلی؛ په داسې يوه ټولنه کې چې مسؤلیت اداء کول د غره سوري کولو سخت دي؛ موږ بیا هم دومره احساساتي یو، چې لیونتوب کوو؛ جنون مو را اخېستی او ظلم مو روان کړی.

ووایئ! ولسمشر مو لږ تر لږه خپل نیمايي مسؤلیتونه اداء کړي؟

سیاسیونو او ګوندونو او نورو مدني بنسټونو مو لږ تر لږه کله په شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجیح ورکړې ده؟

را وښیئ! امنیتي چارواکو مو هغه څه کړي، چې باید کړي یې وای؟

داسې ډاکټران شته، چې تاسو یې بهر ته له تګ یا د (دښمن) هیواد پاکستان له مجبورۍ ژغورلي وئ؟

خبریالانو/ رسنیو مو په ځای د دې چې ټولنه کې مثبت اصلاحات راوستي وای، په لوی لاس د ټولنې غرقولو پسې نه ده را اخېستې؟

سره له دومره ډېرو پیسو چې د هیواد بیا رغونې په نوم مصرف شوې، که انجېنرانو مو لږ تر لږه د هیواد د ابادۍ فکر لرلی او یا یې همدغه مسولیت درک کړی وای، نو هیواد به مو اوس داسې کنډ وکپر ؤ؟

د ولسي جرګې په ناندریو شرم نه درځي؟

په قران کریم به یې وایئ! چا مو خپل سپیڅلي مسلک ته درناوئ کړی؟ نه.

نو ووایئ ولې سره له دې چې هیڅ یو مسؤلیت پېژنو هم نه، په ځای د دې چې خپل ګریوان ته سر ورښکاره کړو او و پوښتو، چې د دې هیواد د یو بچي په حیث ما د هیواد لپاره څه کړي؛ تل مو هغوی غندلي چې د غندنې نه دي.

خبره د کرېکټ ده، د نړیوال جام ده او دلته د لوبغاړو څخه د مسؤلیت اداء کولو غوښتنه کوئ.

سویلي افریقا سر په سر درې ماتې ومنلې؛ په داسې حال کې چې نېلسن منډېلا یې د مسؤلیت ښه اداء کولو په وجه په بیلګو کې راوړو.

ښه ده، چې د اصلاح لپاره نیوکه وکړو؛ حل لارې په ګوته کړو؛ خو داسې نه، چې د اصلاح پر ځای نور تخریب وکړو، ځکه بیا هم تاوان او شرم د افغانستان دی.

نن یې ښکنځئ سبا پرې ویاړئ؛ دا لیونتوب نه دی نو څه دی؟

ستونزې شته، خو دا د لوبغاړو په ښکنځلو نه، د مسؤلانو په ويښولو حلېږي؛ د هغوی را ويښول هم باید له نړیوال جام وروسته وي او جدي وي.

راشئ د دې پر ځای چې لوبغاړو پسې سپکې سپوري ووایو، د هغوی ملاتړ وکړئ؛ ویې هڅوئ؛ سپکې سپورې پرته له دې چې لوبغاړي نور هم بې کاره کړي/ کم جرئته کړي بله ګټه نه لري.

هیله ده، نور له ځان سره د دې حساب وکړئ، چې کړنې مو د هیواد په خیر تمامېږي او که په شر؟

لیکوال: سید نسیم حقمل

Your SEO optimized title page contents